کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوستم؛ هغه قدرت چی ورڅخه انکار وشوه خو له منځه نه لاړ

22 سرطان 1397 ساعت 15:20

ځینی سرچینې په ارګ ماڼۍ کې رسنیو ته ویلی چی جنرال عبدالرشید دوستم؛ راتلونکې اونۍ دوشنبه هیواد ته بیرته راګرځی.



 
ځینی سرچینې په ارګ ماڼۍ کې رسنیو ته ویلی چی جنرال عبدالرشید دوستم؛ راتلونکې اونۍ دوشنبه هیواد ته بیرته راګرځی.
ددی ګزارشونو په اساس، سروردانش؛ د ریاست جمهوری دوهم معاون چی د ترکیه ولسمشریز قسم مراسمو کې شرکت کولو په بهانه په آنکارا کې د عبدالرشید دوستم لیدنې ته تللی وو، د څو تیرو ورځو په لړ کې، څو ځلې د ښاغلی دوستم سره مذاکره کړي او په نتیجه کې هیواد ته بیرته ګرځیدو لپاره د هغه سره توافق کړي.
دا خبر د ښاغلی دوستم نږدی کسانو له لوری په محتاطانه توګه تایید شوی دی. هغوی ویلی دی چی تراوسه جزئی توافق نه دی حاصل شوی او دولت مخکې شرطونه وضع کړي چی معلوم نه دی د ښاغلی دوستم له لوری قبول شوی که نه.
ویل کیږی چی دولت غواړی ښاغلی دوستم په دی شرط هیواد ته وګرځی چی خپل دنده کې حضور پیدا نه کړی او جنرال قیصاری هم په دی شرط ازاد کیږی چی جنګی فعالیتونو څخه لاس واخلی.
کارپوهان وایی چی که دا ادعا سمه وی، لیری خبره به وی چی په شمال کې جاری بحران لکه څنګه چی دولت په پام کې نیولی، له منځه لاړ شی او ښاغلی دوستم ملاتړ کوونکی معترضان د لاریونونو څخه لاس واخلی.
هغوی نه غواړی چی ښاغلی دوستم د یو سیاسی سوځیدلي مهری په حیث بیرته خپل صلاحیتونه ترلاسه کړی. هغه د لومړی ځل لپاره توانیدلی وو چی د ازبکانو تاریخی آرمان د مملکت دوهم شخص مقام په حیث پوره کړی او ددی ستم لیدلی اقلیت لاره د ارګ ماڼۍ مجلل تالارونو ته خلاص کړی.
ازبکان ددی څخه چی هغوی محبوب مشر او رهبر د اشرف غنی وروسته د هیواد دوهم قدرت بلل کیده، ډیر غرور او افتخار احساس یی کاوه.
دا کار، بل نتیجه هم درلود او هغه په ټول شمال کې د ښاغلی دوستم سره هملاری سیمه ایزو قوماندانانو قدرت نیونه وو چی نظام الدین قیصاری یو د هغه نمونو څخه وو.
اوس دوستم په تبعید کې دی او قیصاری هم په ډیر تحقیر آمیزه توګه د دولت له لوری بندی شوی دی.
په داسی شرایطو کې یواځی د دوستم بیرته ګرځیدنه هیواد ته او قیصاری آزادیدنه مشکل نه حلوی؛ ځکه چی ازبکان د یو تاریخی آرمان دوهم ځل تجربی لپآره مبارزه کوی او هغه بی ساری قدرت دی چی دوستم کولای شی هغوی ته د ریاست جمهوری لمړۍ معاون په حیث ورکړی.
په دی منځ کې، ددی څخه صرف نظر کولو سره چی ارګ ماڼۍ وکولای شی دوستم و هیواد ته وګرځوی ترڅو په شمال کې ناآرامي پای ته ورسیږی یا نه، په شمال کې جاری شورشونه، شکاره کړه چی دوستم همداسی قدرت لری او ملی جنبش ګوند خپل سیاسی او ټولنیز ژوند ته ادامه ورکوی او خپل نفوذ لری او په دی توګه، دولت نه شی کولای شمال د دوستم او قیصاری په شان خلګو نه بغیر اداره کړی.
کارپوهان وایی چی دولت د دوستم په تبعید کولو سره هڅه وکړه چی هغه قدرت نادیده ونیسی او اسلامی ملی جنبس ګوند او هغه ټولنیز نفوذ نایده ونیسی؛ خو په شمال کې جاری شورشونه شکاره کوی چی دوستم که څه هم قدرت یی نادیده ونیول شو؛ خو له منځه نه ځی.
د پوهانو په باور، د دولت ځینی برخه دا تصور کوله چی د ځواکونو څخه په ګټه اخیستنې او په شمال کې قومی تصفیه سره به وکولای شی دوستم آخری خاکریزونه فتح کړی او هغه قومی قدرت په شمال کې پای ته ورسوی؛ خو د ازبک ملت د جنبس ګوند مشرانو پراخ سازمان دهی سره وتوانیدل چی هغوی دا سیاست مهار او ترشا قومی غوښتنو ته نه ووایی.
اوس په داسی وضعیت کې شاید دولت وکولای شی چی دوستم خپل مطلوب شرایطو په اساس هیواد ته وګرځوی او یا قیصاری خلع سلاح او نظامی فعالیتونو بندولو سره هغه آزاد کړی؛ ځکه چی په زرهاوو تنو لاریونو سره دا دولت دی چی باید امتیاز ورکړی او شاته شی ترڅو دا لاریونونه مهار شی او شمال څخه د تجزیه سیوری له منځه لاړ شی.
 


د مطلب کود: 167047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/167047/دوستم-هغه-قدرت-چی-ورڅخه-انکار-وشوه-خو-له-منځه-نه-لاړ

آوا
  https://www.avapress.com