دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۷
د مطلب کود : 136379
جمهوررئیس غني د شهیدانو یو شمېر وارثانو ته د استوګنیزو اپارتمانونو کیلي‌ګانې ورکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې " د شهيدانو مقام ته د درناوي او د هغوی د درنو کورنيو د پالنې" په نمانځغونډه کې چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه ګډون او وینا وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ملي اردو د شهیدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د ټولو شهیدانو روح ته یې دعا وکړه. د یادو مراسمو په پيل کې جمهوررئیس د ملي اردو د ۱۴شهیدانو ورثانو او مستحقانو ته د اپارتمانونو کلي‌ګانې او د ملي اردو د ۱۰۰تنه شهیدانو وارثانو ته نقدې پیسې ووېشلې.

د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو په سرتېرو ویاړم چې د افغانستان د خپلواکۍ، په دفاع او ساتنه کې یې ځانونه قربان کړي دي او د شهادت لویه مرتبه یې ترلاسه کړې ده.

د هېواد جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او زړورتیاوو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، دغه قربانۍ په یو کلي، ولایت او نسل کې نه خلاصه کېږي، ځکه دوی د خلکو او ملت د ارامتیا په خاطر ځانونه قربان کړي دي، تر څو د دغې خاورې راتلونکی نسل په بشپړه سوکالۍ او امن کې ژوند وکړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل:"د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه ژمنه کوم چې د شهیدانو کورنیو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د کور جوړولو په راتلونکې درې کلنه برنامه کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي."
https://avapress.com/vdcefp8zojh8xxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته