دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۷
د مطلب کود : 136380
د جمهوررئیس په حضور کې د دره صوف ـ یکاولنګ سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ او د سړک او پُل جوړونې چینايي شرکت د رئیس ښاغلي لوشن ترمنځ د سمنګان ولایت له دره صوف څخه د بامیانو ولایت تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې د ۱۷۸کیلو متره سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

دغه مراسم چې نن مازیګر د جمهوررئیس د دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال استاد محمدمحقق، د کابینې او ملي شورا د یو شمېر غړو او د اسیايي بانک د رئیس ټام پنیلا په ګډون ارګ کې ترسره شول، د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ د دغه سړک د تخنیکي، اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وویل: د دره صوف څخه تر یکاولنګ پورې د سړک جوړولو قرارداد په ۲۰۱۴کال کې داوطلبۍ ته وړاندې شو، چې دوه شرکتونه یو ترکي او بل چینايي شارټ لیست او پروسه بشپړه شوه، چې په دغه داوطلبۍ کې چینايي شرکت حاضر شو دغه سړک په ۲۰۴،۹میلیون ډالرو جوړ کړي، چې دغه قرارداد د پخوانیو نرخونو په پرتله ۵۰میلیون ډالره ارزانه تمام شو چې دا د فواید عامې وزارت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

د فواید عامې وزیر زیاته کړه، دغه پروژه چې د اسیايي بانک په مالي مرسته ترسره کېږي، د افغانستان د شمال ـ جنوب دهلیز برخه ده چې تېر کال تدارکاتي اعلان ته ورکړل شوې وه، خو د بیو د لوړ والي او د تخنیکي ستونزو له امله پرېکړه وشوه چې یاده پروژه یو ځل بیا تدارکاتي اعلان ته ورکړل شي او دغه پروژه به چې په بېلابېلو کچو ۸بابه پلونه، ۱۹۴پلچکونه او ۵۹۵۰متره استنادي دېوالونه لري په ۱۲۷۸ ورځو کې بشپړه شي.

د فواید عامې د وزیر محمود بلیغ په وینا، د دغې پروژې د لارې په اوږدو کې ۳۷ لوی او واړه کلي پراته دي او د یکاولنګ، ده بهبود، کوټه باز، دانه تور او دره صوف سړکونه ورنه تېريږي او د یاد سړک په لاره کې د ډبرو سکرو کان پروت دی چې د استخراج او لېږد لپاره یې اسانتیاوې برابروي او تر څنګ یې خلکو ته کاري او د توکو د لېږد رالېږد زمینه برابروي او اقتصادي تحرک رامنځته کولای شي.

ورپسې د اسیايي پرمختیايي بانک رئيس ښاغلي ټام پنيلا لومړی د افغانستان خلکو، دولت او د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته د دغې سترې پروژې د پيلولو د مبارکۍ تر څنګ وویل چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره د افغانستان مرکزي سیمې او په لویه کې ټول افغانستان د دې وړتیا لري چې د سوداګرۍ او اقتصادي تحرک په مرکز بدل شي.

وروسته د سړک او پُل جوړونې چینايي کمپنۍ (CRBC) رئیس ښاغلي لوشن خوښي وښوده چې شرکت یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په پرمختګ کې نقش لوبوي او هیله یې څرګنده کړه چې دا به له افغانستان سره د دوی د همکاریو لومړی ګام وي چې دوام به مومي.

ښاغلي لوشن وویل، (CRBC) شرکت په بهرنیو هېوادونو کې د ودانیو او سړک جوړونې په برخه کې سلګونه پروژې عملي کړي دي او د اسیا په کچه یې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهمې اقتصادي پروژې بشپړې کړي دي او په دې برخه کې ښې تجربې لري.

نوموړي له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې زیربنايي پروژو ته زیاته پاملرنه کوي او زیاته یې کړه، هیله لري چې زموږ د ګډ کار په نتیجه کې به د افغانستان او د چین د ولسي جمهوریت ترمنځ په بېلابېلو ډګرونو کې همکارۍ لاپسې زیاتې شي.
https://avapress.com/vdcg739qzak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته