دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 162130
د افغان ځواکونو د مجازات په اړه د پاکستان د ملي شورا وکیل غوښتنه
د پاکستان د ملي شورا وکیل یوه غړی ساجد حسین توري ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په غبرګون کې ویلي چې په نښته کې ښکېل افغان ځواکونو باید د نړیوالو قوانینو پر اساس مجازات شي.
نوموړی په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې افغان ځواکونو د کرمې ایجنسي لکه تېګه په سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړي.
هغه زیاته کړه، چې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه ډیورنډ کرښه باید په بشپړه توګه د کټارو او اغزن تارو په وسیله وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوست ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د یکشبنې په سهار شاوخوا اته بجې د پاکستان ملیشې ځواکونو د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په جنډو سر او بادښاوان سیمو په پوستو برید وکړ، چې د خوست میړنیو سرحدي ځواکونو او د سیمې د غیورو او په وطن مینو ولسونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د دوی دا ناوړه کړنه یې له ماتې سره مخامخ کړه.
چارواک زیاتوي، چې د نېښتې په ځای کې د دوښمن پنځه جسدونه، درانې او سپکې وسلې پاتې شوي او همداشان یو کسان یې اسیر نیول شوی او پوسته دا مهال د سرحدي ځواکونو او ولسي خلکو بېرته نیولي.
https://avapress.com/vdciprazut1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته