دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 164308
د ۲۲ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د غبرګولې میاشتې په شپږمه نېټه/ یکشنبه/ د ۲۲ پرمختیايي پروژو تړونونه د دولسو ولایتونو له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.
 دغه پرمختیايي پروژې په ډایکنډیو، فاریاب، غور، جوزجان، کابل، کندوز، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشیر او پروان ولایتونو کې پلي کیږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي د یادو شویو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل: پرمختیايي پروژې د کلیو د اقتصادي ودې، د کورنیو د اقتصادي پراخوالي او د کلیو او ښارونو ترمنځ د برابرښت د ایجاد لپاره تر ټولو مهمې وسیلې دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر دغه راز وویل: د دغو پروژو ټولټال لګښت چې د پرمختیايي شورا ګانو سره یې تړونونه لاسلیک شول؛ ۲۲۵ میلیونه افغانی دی چې د مالیې وزارت او هندوستان هېواد لخوا ورکول کیږي. نوموړي څرګنده کړه: له دغو ۲۲ پروژو څخه، په ۱۵ پروژو کې پرمختیايي شوراګانې لس سلنه ونډه اخلي. ښاغلي مجیب الرحمن کریمي وویل: په هغو پروژو کې چې تړونونه یې نن لاسلیک شول؛ د ښوونځي، جومات، استنادي او محافظتي دیوالونو، فرعي سرکونو، د اوبو د بندونو او پلونو جوړول او د سرک کانکریټ شامل دي. د نوموړي په خبره، یادې پروژې به نږدې ۸۲،۰۰۰ کاري ورځې ایجاد کړي او څه باندې ۷۶،۰۰۰ کسان به ورنه ګټه‌من شي. دغه پروژې د سیمه‌ییزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر لخوا تطبیقیږي. د یادونې وړه ده چې د سیمه‌ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر په تېرو دوو کلونو کې په ۲۱ خبري ناستو کې د (۱۰۷۴) پرمختیايي پروژو تړونونه له بېلا بېلو پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي چې مجموعي لګښت یې څه باندې پنځه میلیارده افغانۍ کیږي. دغو پروژو د اړوند سیمو د خلکو لپاره دوه مېلیونه او دوه سوه زره کاري ورځې ایجاد کړې او څه باندې پنځه مېلیونه خلک ورنه ګټه اخلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvknz623n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته