دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 125692
د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو په لسګونو غړی وژل شوی دی
د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو ویندوی عبد الخلیل اسیر نن وویل بیګا په اشکمش سیمه کې د امنیتی عسکرو په عملیاتو کې ۲۰ طالبان وژل شوی دی .د دغه راپور په اساس په اشکمش کې د طالبانو ډلې قوماندان مولوی حنیف هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی ، په دغو عملیاتو کې یو افغان پولیس هم وژل شوی او ۵ ژوبل شوی دی
د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو ویندوی عبد الخلیل اسیر نن وویل بیګا په اشکمش سیمه کې د امنیتی عسکرو په عملیاتو کې ۲۰ طالبان وژل شوی دی .د دغه راپور په اساس په اشکمش کې د طالبانو ډلې قوماندان مولوی حنیف هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی ، په دغو عملیاتو کې یو افغان پولیس هم وژل شوی او ۵ ژوبل شوی دی.
له بلې خوا په کاپیسا کې د طالبانو او افغان عسکروتر منځ نښته کې ۸ تنه ووژل شول.
د افغان رسندویو له راپور سره سم نن سهار د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې، د ملی اردو د سرتیرو او طالبانو تر منځ وسلواله نښه وشوه، چې ۸ تنه په کې ووژل شول، چې ۲ تنه یې د ملی اردو سرتیری او ۶ تنه یې طالبان دی.
د کاپیسا امنیه قوماندان جنرال عبدالکریم فایق ویلی، چې طالبانو سهار وختی ۴ بجې د ملی اردو پر یوه پوسته باندې د تګاب ولسوالۍ د سرخی په سیمه کې برید وکړ، خو امنیتی ځواکونو مقاومت وکړ او د ۶ تنو طالبانو د وژلو تر څنګ یې ۷ تنه ټپی شوی هم دی، چې وژل شویو مړی به یې وارثینو ته وسپارل شی.
https://avapress.com/vdcaomn6u49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته