دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 127702
په ۲۰۱۶ کال کې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه زیات شوي دي
تېر اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، بارک اوباما په یوه نوي ګام کې افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو ته پراخ واکونه ورکړل ترڅو دطالبانو پر وړاندې جګړه ترې کار واخلي. سره له دې چې امریکامتحده ایالاتونو په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې، افغانستان کې خپل جګړه‎ییز ماموریت پایته ورساوه خو هېواد کې د طالبانو د نفوذ پراختیا سره يې د خپلو ځواکونو ونډه روښانه کړه، هغه څه چې افغان حکومت تل پرې ټینګار کوي.
یو راپور ښیې چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې امریکايي ځواکونو افغانستان کې کابو ۲۰۰ هوايي بریدونه ترسره کړې دي چې په ډېرو کې یې طالب‎وسله‎وال په نښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، بارک اوباما په یوه نوي ګام کې افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو ته پراخ واکونه ورکړل ترڅو دطالبانو پر وړاندې جګړه ترې کار واخلي.
سره له دې چې امریکامتحده ایالاتونو په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې، افغانستان کې خپل جګړه‎ییز ماموریت پایته ورساوه خو هېواد کې د طالبانو د نفوذ پراختیا سره يې د خپلو ځواکونو ونډه روښانه کړه، هغه څه چې افغان حکومت تل پرې ټینګار کوي.
د ملي دفاع وزارت د ترهګرو په لمنځه وړو کې دامریکايي ځواکونو بریدونه اغیزمن بولي خو وايي چې پر طالبانو ۷۵ سلنه بریدونه د افغان پوځیانو لخوا کیږي.
د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:"نړیوال ځواکونه په هوايي برخه کې له موږ سره مرسته کو ي. خو زه دا ردوم چې ډېر بریدونه دوی ترسره کوي."
یوشمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتونو د سیاست په بدلون سره طالبان له ستونزمن حالت سره مخامخ شوي دي. خو همداراز ټینګار کوي چې امریکا باید د طالبانو پر وړاندې له لنډ‎مهاله سیاستونو کار وانخلي.
اسدالله ولوالجي وايي:"د طالبانو پر وړاندې د امریکا چلند مقطه‎یي دی. کله یې هم ویلي دي چې له طالبانو سره جګړه د افغانستان کورنۍ جګړه ده‎. څو ځله یې دريځ نیولی او بدل کړی یې دی. خو طالبان په نړۍ کې یوه ترهګره ډله پیژندل شوې ده."
خو د افغانستان جګړې مشري د افغان پوځیانو له‎خوا کېږي، له همدې امله کارپوهان ټینګار کوي چې د افغان پوځیانو په واک کې باید پرمختللي پوځي توکي ورکړل شي.
د پوځي چارو کارپوه، اسکندر اصغري وايي:"موږ کمي جنګي الوتکې لرو. کمې اکمالاتي الوتکې لرو. باید چې د افغان هوايي ځواکونو په واک کې الوتکې ورکړل شي تر څو په څلوردېرشو ولایتونو کې ووېشل شي.
مخکې له دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان کمبېل ويلي وه چې افغانستان به تر۲۰۲۰زیږدیز کاله هم چمتو نشي خو اوس داسې ښکاري دغه موخې ته د رسیدو لپاره افغانستان اوږده لاره په مخ کې لري.
www.youtube.com/watch
https://avapress.com/vdce7f8zwjh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته