دخپریدو نیټه :شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 132441
د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولسونو او دولتي چارواکو ته ورپيژندل شو او رسما يې په کار پيل وکړ.
د ننګرهار نوي والي او اقوامو قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير محمد ګلاب منګل د پېژندنې غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زرګونو برخوالو په اخيستنې سره د لړم په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه پکې د مشرانو جرګې رئيس، کورنيو چارو وزير، سيمه ييزو ارګانونو مرستيال، د ملي او ولايتي شورا غړو، د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسولينو، ځوانانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، د ګذر وکيلانو، بېلابېلو شوراګانو استازو او يو شمېر مېرمنو برخه لرله.

د ننګرهار نوي والي او اقوامو قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير محمد ګلاب منګل د پېژندنې غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زرګونو برخوالو په اخيستنې سره د لړم په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه پکې د مشرانو جرګې رئيس، کورنيو چارو وزير، سيمه ييزو ارګانونو مرستيال، د ملي او ولايتي شورا غړو، د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسولينو، ځوانانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، د ګذر وکيلانو، بېلابېلو شوراګانو استازو او يو شمېر مېرمنو برخه لرله.
د غونډې په پيل کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل ته دنوې دندې مبارکي ورکړه.
ګرديوال وويل، چې ګلاب منګل په پکتيکا، لغمان او هلمند ولايتونو کې د والي په توګه او د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د سرحدونو چارو وزارت کې د وزير په توګه دنده تر سره کړې، چې پوره کاري تجربه لري.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د ننګرهارپخواني والي سلیم خان کندوزي کړنې وستايلې، چې په کمو امکاناتو يې پدې ولایت کې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي کړې او همدا راز يې د جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې دې ولایت ته يې وړ شخص ګلاب منګل د والي په توګه معرفي کړ.
مسلميار ګلاب منګل ته ډاډ ورکړ، چې پدې ولايت کې د قانون په تطبيق کې بشپړه همکاري کوي.
د ولايتي شورا رئيس وويل، چې ننګرهار د سولې کور و اواوس په جنګ بدل شوی ،
نوموړي له نوي والي څخه وغوښتل، چې د امنيت په تامين کې پوره کار وکړي د پوليسو تشکیل زيات کړي اوپه اداراتو کې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پيل کړي.
ده زياته کړه، چې د جلال اباد – کابل، جلال اباد - تورخم سړکونو او د بهسودو پل پاتې چارې دې ژر تر ژره بشپړې شي او د مخالفينو پر وړاندې دې کامياب عمليات تر سره شي.
د ولایتي شورا رئيس وویل، چې د دې ولايت دبرېښنا ستونزه دې حل، وسله وال پوځ شهیدانو کورنيو ته پاملرنه، بې کاره ځوانانو ته د کار زمينه او همدا راز د دې ولايت د روغتيا ستونزه دې په بنيادي ډول حل شي.
د سيمه ييزو ارګانونو مرستيال عبدالمالک صدیقي د ننګرهار د نوي والي د تقرر فرمان ولوست او ويې ويل، چې د سیمه ييزو ارګانونو په وړانديز د ولسمشر د ۱۲۹ ګڼه فرمان له مخې محمد ګلاب منګل د ولسمشر د سلاکار وزیر او ننګرهار د نوي والي په توګه مقرر شو.
د کورنیو چارو وزير تاج محمد جاهد د ننګرهار والي ته د مبارکۍ ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې وسله وال پوځ به د مخالفينو ټولې دسیسې شنډې او پر وړاندې به يې جدي غبرګون وښی.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د نورو نا امنه ځایونو ترڅنګ د پچير اګام جنګ لپاره يې هوايي او ځمکني پوځونه چمتو کړي او عملا هوايي بمبارکوي.
د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند وويل، چې د ننګرهار ولسونو د خپل وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه د جنګ په ډګر کې برخه اخيستې او د داعش او وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګيږي.
ده نیوکه وکړه، چې د مرکز له لوري مفسد اشخاص په ننګرهار کې په دندو ګمارل کیږي، چې ګڼې ستونزې يې رامنځته کړي.
نوموړي د کورنيو چارو وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار د پوليسو تشکيل دې زيات شي، په ننګرهار کې وسله وال پوځ دې له هره پلوه تجهيز شي.
په ختيځو ولايتونو کې د ټوليزو د سر تاسري شورا مشر حسيني ډاډ څرګند کړ، چې د يادې ټولنې غړي به د امنيت په تامين کې بشپړه همکاري کوي.
مدني فعال نور اغا ځواک په ټولو مسولينو غږ وکړ، چې تنظيمي او شخصي تربګني پريږدي او د خپل هېواد ابادۍ او امنيت لپاره کار وکړي.
ده غوښتنه وکړه، چې په ټولو خلکو دې قانون يو شان تطبيق کړي او په ټولنه کې دې عدالت له مخې اجرات تر سره شي.
د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه، چې د دندې پر مهال يې ده سره پوره همکاري کړې او د مخالفينو پر وړاندې يې د وسله پوځ ترڅنګ قرباني ورکړې.
کندوزي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل په نظامي او ملکي برخو کې کاري تجربه لري او د کابينې غړی پاتې شوی او د ننګرهار په ابادۍ کې به ښه کار وکړي.
د ولسمشر سلاکار وزير او د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل وويل، چې دا يو دروند مسوليت دی، چې ده ته ور کړل شو.
سلاکار وزير او ننګرهار والي په ولسونو غږ وکړ، چې ولايتي ادارې سره همکاري وکړي ترڅو پدې ولايت کې شته ناخوالې حل کړي.
نوموړي وويل، چې ننګرهار د علم او ادب ځانګو ده؛ خو دغه تصوير پيکه شوی دی، چې په د پرديو په لمسون د دې ولايت ماشومان، مېرمنې، ديني عالمان، قومي مشران، په شهادت رسول کيږي.
ده وويل، چې اوسمهال پدې ولايت کې غير مسول وسله وال ګرځي، سړي تښتوونکي فعاليت کوي، اداري فساد او غصب شتون لري، چې د مخنيوي لپاره به يې لازم اقدامات تر سره کړي.
ننګرهار والي وويل، چې مرکزي حکومت ور سره ژمنه کړې ، چې د هېواد په کچه به په ننګرهار کې د برېښنا او زراعت د پرمختګ نوې پروژې پيل کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ښې حکومتوالۍ د تر سره کېدو په موخه به د دې ولايت د بېلابېلو قشرونو سره غونډې تر سره او په کارونو کې به شفافيت رامنځته کړي، د فساد مخنيوي لپاره به جدي کار کوي؛ خو د ولسونو او مسولینو همکاري اړينه ده.
ننګرهار نوی والي وويل، چې د شهيدانو وارثانو ته به د روغتیا او تعلیم اسانتياوې برابرې کړي، معلولينو ژوند ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .
نوموړي وويل، چې پانګوالو ته به د پانګې اچونې اسانتياوې برابرې کړي، ديني علماو سره به مشورې او د قانون په تطبيق او عدالت رامنځته کولو کې به نه ستړي کېدونکې هڅې تر سره کړي.
ده ډاډ څرګند کړ هر هغه څوک چې په داخل د نظام کې تشنج رامنځته کوي مخنيوی به يې کوي ، که هره اداره کې ستونزې وي د اصلاح لپاره به يې اقدام کوي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د نيمګړو پروژو د بشپړېدو لپاره به کار کوي او د پروژو کار به په معياري ډول تر سره کيږي.

https://avapress.com/vdcayun6649ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته