دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 54772
افغان پلاوي په یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ په اړه څېړنې پیل کړي دي
یو افغان پلاوی د یونان په اوبو کې د هغې کشتۍ د ډوبېدو په اړه تحقیقات کوي؛ چې لسګونه افغانان په کې مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه مقام د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل؛ په دې پیښه کې ۲۸ افغانان چې غوښتل يې له ترکې څخه یونان ته ورسیږي، مړه شوي دي.

د هغه په وینا له دې پیښې څخه یوازې یو افغان ژوندی راوتی دی.

راپورونه وايي، دغه وړه کشتۍ چې نزدې دېرش افغان پناه غوښتونکي په کې سپاره وو او لس ورځې وړاندې يې له ترکې څخه حرکت کړی و؛ د یونان په اوبو کې ډوبه شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccimqp.2bq0m8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته