کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بګرام کې د بهرنیانو زندانیانو برخلیک به څه وي؟

دصدیا افغان خبری اژانس(اوا) , 8 میزان 1393 ساعت 12:56


په افغانستان کې د امریکا پوځ بګرام زندان ته نژدې یو شمېرزندانیان چې ټول يې بهرنیان دي په توقیف کې ساتلي دي.
د راتلونکې دسمبر میاشت له ختیمدو وروسته امریکا په افغانستان کې د دغه شان توقیف ځایونو د لرلوحق نه لري.
بګرام اډې سره خوا کې د امریکايي ځواکونو د توقیف ځای قومندان تورن جنرال پټریک رینرت وايي، له دوي سره بند زندانیان ټول بهرني اتباع دي چې د جګړې په ډګرکې نیول شوي دي.
جنرال رینرت رویترزخبري اژانس ته ویلي، له راتلونکې ډمسبر میاشت وروسته دوي په افغانستان کې د دې زندانیانو د ساتلو حق نه لري نو همدې ته په پام سره کیدای شي امریکا ته واستول شي او یا يې د بند د دوام لپاره ګوانتنامو  وروستۍ تم ځای شي.
پرنیویارک او واشنګټن د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو وروسته متحده ایالاتو د نړۍ په مختلفو برخو کې القاعده سره د تړوا په تورمشکوک کسان ونیول او په پټو زندانونو کې يې واچول.
که څه هم چې واک ته د بارک اوباما تررسیدو وروسته امریکا د داسې زندانونو لرل منع وګرځول خو بګرام سره خوا کې د امریکايي ځواکونو سره د زنداني کسانو د برخلیک په اړه لا تراوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
رویترز خبري اژانس وايي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ په دغې توقیف ځای کې د زنداني کسانو هویت څرګند نه دی او نه هم امریکايي ځواکونو د هغوي د شمېراو د نیولو د سیمې په اړه څه ویلي.
رویترز د بشري حقونو د ډلو په حواله وايي، د دې زندانیانو اکثریت يې پاکستانیان دي خو د یمن،سعودي عربستان او روسيې اتباع هم په کې شامل دي.
بګرام سره څنګ کې د امریکايي ځواکونو د توقیف ځای مشرجنرال رینرت وايي، د متحده ایالاتو پوځ غواړي دا زندانیان د هغوي خپلو هېوادونو ته وسپاري خو دغو هېوادونو امریکا ته دا ډاډ نه دی ورکړی چې له دغو زنداینانو سره به ناوړه چلند نه کوي.
د رویټرزخبري اژانس په وینا یو انتخاب دا دی چې؛ دا زندانیان د محاکمې لپاره متحده ایالاتو ته یوړل شي.
په افغانستان کې د امریکا پوځ په دې وروستیوکې ۱۴ پاکستاني زندانیان خوشې کړل.
امریکايي چارواکي وايي، د دغه خوشې شوو د بندي ساتلو لپاره يې لازم اسناد او شواهد نه درلود.


د مطلب کود: 99690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/99690/په-بګرام-کې-د-بهرنیانو-زندانیانو-برخلیک-څه-وي

آوا
  https://www.avapress.com