کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"افغان ټولنه - قرآن زده کړه"؛ په دارالامان ماڼۍ کې د قرآن کریم تر ټولو لوی نندارتون پرانیستل شو

13 ثور 1403 ساعت 12:22

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اسلامي امارت د علومو اکاډمۍ او د نبوي سیرت بنسټ له خوا د قران کریم د لومړني ملي نندارتون د پرانیستې مراسم د سلګونو حقیقي او حقوقي شخصیتونو، دولتي مأمورین او چارواکو، حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز عمومی رئیس او ورسره مل پلاوی، د ایران، ترکیې او روسیې د سفارتونو استازو او همدارنګه قرآنی، کلتوری او سیاسی شخصیتونو ګډون کړی وو. 


آوا - کابل: دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ د ثور میاشتې په ۱۲ مه نېټه د «قرآنی ټولنه، قرآنی زده کړه» تر شعار لاندې د اوو ورځو لپاره د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې پیل شو. په دغه نندارتون کې د قرآن کریم ۲۵ غرفی او په دې اړوند اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.


د مطلب کود: 289752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/289752/افغان-ټولنه-قرآن-زده-کړه-په-دارالامان-ماڼۍ-کې-د-کریم-تر-ټولو-لوی-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com