دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 89727
په میدان وردګو ولایت کې د عامه نظم څلور سرتېرې شهیدان او دولس  شکمن کسان له وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شول .
په میدان وردګو ولایت کې د عامه نظم څلور سرتېرې شهیدان او دولس شکمن کسان له وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شول .
د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لورې د نیول شویو عامه نظم څلور سرتېرو د خوشي کیدو په موخه امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې دولس شکمن وسله وال له شپږو عرادو موټرسایکلونو او مهماتو سره یو ځآی نیول شوي دي .
د سې شنبې په ورځ ماښام ناوخته د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د عامه نظم پنځه سرتېرې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لورې نیول شوي وو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي امنیتي ځواکونو ته د یادې پېښې په رامنځته کیدو سره لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره دې د عامه نظم د پنځو سرتېرو د خوشي کیدو په موخه له هر ډول ممکنه لارو چارو څخه کار واخلي .
که څه هم امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړل،خو وسله والو مخالفینو د عامه نظم د یادو پنځو سرتېرو څخه څلور په شهادت رسولي او یو بل سرتېری په دې بریالی شوی،چې د مخالفینو له منګولو ځان خلاص کړي .
د میدان وردګو والي د یادې پېښې په رامنځته کیدو ژوره خواشیني څرکنده کړې،د شهیدو شویو سرتېرو له کورنیو سره یې ځان په دغه ستر غم کې شریک بللی .
د معلوماتو له مخې د عامه نظم یاد سرتېرې په کندهار ولایت کې د څلورمې لیوا په څلورم کنډک کې دنده درلوده او د رخصتیو تېرولو په موخه کورونو ته روان وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca00na.49nou1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته