دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 126376
مصطفوي: اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه یوه نا حل شوې موضوع ده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، لا هم په هېواد کې د زور کلتور حاکم دی او خلک اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، لا هم په هېواد کې د زور کلتور حاکم دی او خلک اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
د دغه وزارت نشراتي مرستیالې سیده مژګان مصطفوي نن په کابل کې اطلاعاتو ته د لاسري د کلتور د ترویج او پیاوړي کولو په نوم جوړه شوې ناسته کې وویل چې لا هم ډېری هغه اطلاعات چې محرم نه دي، له خلکو سره نه شریکیږي.
مېرمن مصطفوي وايي چې دغه وزارت معلوماتو ته د لاسرسي د پیاوړي کولو لپاره لازمه بودجه نه لري.
په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسري د کمېسیون رییس سید اکرم افضلي بیا په دې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې خلکو سره د معلوماتو د شریکولو برخې ته جدي پام وکړي. 
https://avapress.com/vdca0in6i49nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته