دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 116179
کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندو ته هڅې ډيرې کړي
د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی وايي چې اوس هم پاکستاني پوځیان له مختلفو لارو په افغانستان فشار راوړي؛ څو د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپيژني.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې یوځل بیا پخواني ولسشمر حامد کرزي د پاکستان پوځ تورن کړ چې د ډیورند کرښې په رسمیت پیژندو ته یې هڅې ډيرې کړي دي.

ښاغلي کرزي د سې شنبې په ورځ د (ډیورنډ، ګندمک پرون، نن او سبا) تر عنوان لاندې یوه سمینار کې چې د افغان مشورتي او څېړنیز مرکز له خوا رابلل شوی و؛ وویل، افغانستان به هیڅکله د پاکستان دې ډول فشارونو ته تسلیم نه شي.

((د پاکستان د پوځیانو دا هڅه چې د ډیورنډ کرښه په موږ په رسمیت وپيژني ورسره ډېره شوې ده او په مختلفو وسایلو د دې هڅې کوښښ کیږي؛ خو افغانان یې بیا هم نه مني دا په دې معنی ده چې خدای مه کړه موږ د بې ګناه انسانانو وینه توی شي؛ نه داسې به هیڅکه هم ونه شي، موږ یو پرمختللی ژوند غواړو او په متمدن ژوند کې د ټولو هغو مظلمو او د پردي تر واکمنۍ لاندې راغلیو انسانانو ازادي غواړو.))

ښاغلي کرزي همدا راز وویل؛ افغانان نه غواړي له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل شي؛ ځکه د ده په باور د افغانستان د پاکستان له ولس سره هیڅ ډول ستونزه نه لري.

له دې وړاندې حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په دوران کې هم ویلي وو چې هېواد به یې د ډیورنډ کرښه هیڅکله په رسمیت ونه پیژني.

د ډیورند فرضي کرښې قرارداد په ۱۸۹۳ کال کې د افغانستان او بریتانیوي هند له خوا لاسلیک شوی و؛ خو تاریخ پوهان وایي، دا قرارداد هغه مهال پر افغان حکومت تحمیل شو او داسې څه په کې نشته چې ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یوشمېر پاکستاني چارواکو د ډیورنډ کرښې موضوع یوه حل شوې مساله بللې وه.

ډیورنډ کرښه د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د بریتانیا تر استعمار لاندې له هند سره د یوې معاهدې په ډول تعین شوې وه؛ خو د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه په رسمیت ونه پیژندل شوه او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې ده.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی عبدالحمید مبارز په دې بارو دی چې پاکستان په افغانستان باندې د فشار راوړلو له لارې غواړي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست په لاس کې واخلي.

((پاکستان له موږ څه غواړي د پاکتسان سترایژیک عمق باید قبول کړو؛ له هند سره مو اړیکې راکمې کړو؛ بهرنی سیاست مو د پاکستان تر نظر لاندې وي؛ زموږ په خاور کې د خپلو مخالفانو پرضد عملیات وکړي. خو د دوی په خاور کې موږ نه شو کولای؛ په عوض کې طالبانو ته په افغان حکومت کې ځای غواړي؛ زموږ په اساسي قانون کې د طالبانو د ځای کېدو لپاره تغیرغواړي؛ یعنې موږ تروریزم ته سرټیټ کړو او د پاکستان غوښتنې ومنو؛ څو په تدریجي ډول له منځه ولاړ شو.))

ښاغلي مبارز همدارنګه وویل؛ که افغان ولس د پاکستان د توطئو او دسیسو پر وړاندې په خپل وخت اقدام ونه کړي؛ نو په راتلونکي کې به لازم فرصتونه له لاسه ورکړي.

افغان تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې د ډیورنډ او ګندمک په معاهدو کې هېڅ داسې لاسلیک شوی سند نه دی موجود چې د هغې له مخې د افغانستان خاوره تجزیه کړي؛ بلکې د دې دواړو سندونو هدف یواځې د سیاسي نفوذ تثبیتول دي.

دوی وايي، پاکستان دې بې ځایه هڅه نه کوي چې د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه په رسیمت وپيژني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdca0in6o49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته