دخپریدو نیټه :جمعه ۷ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 132775
د دوستم او ارګ اختلافات د څه شی بر سر دی؟
جنرال دوستم په اخیر کی اشرف غنی او عبدالله عبدالله په قوم ګرایی تورن کړ او وویل: د افغانستان د رییس جمهور اشرف غنی لپاره هر یو چی پښتو خبری وکړی، ښه انسان دی او پښتو هم خبری وکړی او دلوګر هم وی، به نظر او آدم بسیار خوب است. هغه د عبدالله په اړه هم وویل: د داکتر عبدالله لپاره هر یو چی تاجیک وی، که ناتوان هم وی او نیک نوم هم ولری، دقبول وړ دی. دوستم، د رییس جمهور اطرافیان تورن کړ چی غواړی رییس جمهور منزوا کړی او هشدار یی ورکړ چی هغه ددی امتحان څخه تیر سوی دی او دا ددولت د ضعیف کیدو لامل ګرځی. هغه وویل چی زه د غیری متمرکز نظام طرفدار یم او د قدرت د انحصار څخه په تنګ سوی یم. ارګ د دوستم دا اظهارات په اوسنی شرایطو کی د هغه د شان خلاف توصیف کړی دی او اضافه کړ: هغه جدی اتهامات د هیواد نهادو ته نسبت ورکړی دی او دا اتهامات تحقیقاتو ته ضرورت لری چس دعدلیی او قضایی نهادو پواسطه سرته ورسیږی، چی دهغه صحت او عدم صحت تثبیت کړی او دهیواد د قوانینو سره په مطابقت اقدام وکړی. د ارګ عکس العمل نظر د لومړی معاون اتهاماتو ته د ناظرانو په نظر تر یو اندازی پوری محتاطانه او محافظه کارانه دی. ارګ د همیشه په توګه د ښاغلی دوستم د ډیریو اتهاماتو ته سکوت کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی د پوهانو په باور هغه اتهامات او انتقادات او اعتراضات چی دوستم رامنځته کړی دی، جدی تر هغه دی چی کوم عکس العمل رامنځته کړی او د ارګ دا عکس العمل وکولای سی د دوستم د ارام کیدو او شاته تګ لامل سی. کارپوهان وایی چی د ښاغلی دوستم اخری څرګندونی، د افغانستان اصلی ارکان او کانون او دسیاست او قدرت مرکزی برخه تر نشانه لاندی نیولی دی او د مسایلو څخه پرده هیڅته کړی دی چی د هیواد د عرف او سیاسی ادبیاتو په طبق سره په جرګه کی ممنوعه نیول کیږی. دا شکاره کوی چی جنرال دوستم نور اشرف غنی ته د یو همکار او متحد اوشریک په حیث نه ګوری او اشرف غنی او عبدالله تورنوی او د اشرف غنی تر څنګ هغه کسان چی ددوستم په وینا هغه یی انحصار کړی دی تر اعتراض لاندی نیولی دی. هغه عبدالله په قوم ګرایی تورن کړ او درییس جمهور اطرافیان یی هم په توطئه جوړولو او د طالبانو سره په لاس درلودلو تورن کړ. دا اتهامات داسی نه دی چی د ارګ په یوه سیاسی او مبهم بیانیی سره حل او فصل سی، او له بلی برخی د هغوی بیان د لومړی معاون په وینا د عادی وضعیت د سیاست د پردی تر شاه او د افغانستان د قدرت شاته بیانونکی نه دی. په دی حساب سره، د تحلیلګرانو په باور، په راتلونکی ورځو کی، باید ولیدل سی چی کوم نوی تحولات په دی برخه کی صورت نیسی او جنرال دوستم تر کومه ځایه حاضر دی په دی برخه کی مصرف وکړی. تر هغه وخته، اصلی سوال دادی چی د ارګ او دوستم اختلاف د څه شی پر سر دی؟ ناظران وایی چی د اختلافاتو لمن ډیر پراخ دی او دقدرت د تقسیم پر سر اختلافات رامنځته سوی دی او هم د تروریزم سره د مبارزی او سوله په یو ډول سره په برکی نیسی. ښاغلی دوستم ظاهرآ د لومړی معاونیت د پوست څخه ناراضه دی او وایی چی هغه او قوم یی په کافی اندازی سره په دولت کی برخه نه لری. هغه رییس جمهور په انحصارګرایی، قومیت، دنورو په نفع، د لومړی معاون د صلاحیتونو په کمول، انتخاباتی وعدو ته په نه اعتنا کولو او په خاص حلقی پوری تړلی بولی او تورنوی یی. له بلی خوا، ښاغلی دوستم د ارګ د عکس العمل څخه او د نورو اختلافی مشکلاتو څخه په شدت سره شکی او ناراضه دی او دا چی دهغه خبری د قبول وړ نه ګرځی په اندیښنه کی دی. هغه ناکام هڅه چی دهغه دوژلو لپاره سوی وو او هم دهغه دوه محافظان او ډله ووژله نسبت دولت ته او امنیتی حلقی په نسبت بی اعتماده سوی دی چی د اشرف غنی تر څنګ قرار لری. بنا پر دی، دوستم د اشرف غنی څخه د هیلی په قطع کولو سره لاس په افشا کولو وهلی دی؛ هغه څه چی د سم ځواب په نه ورکولو سره کیدلای سی دولت ته ډیر زیان ورسوی او جدی خطرات د ملی وحدت د حکومت په لاره کی رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdca0un6m49ne01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته