دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 112074
کندهار کې سیمه ییزو پولیسو خپل درې ملګري وژلي
د افغانستان سوېلي کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې څلورو سیمه ییزو پوليسو خپل درې ملګري په ډزو وژلي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.
دغه پيښه نن (دوشنبې مې ۲۵) سهار وختي څلور بجې د میوند ولسوالۍ (ګلو جان کلا) سيمې د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
کندهار کې زموږ همکار مامون درانی ددغه ولایت د والي د ویاند صمیم خپلواک له قوله وايي، پېښه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې، چې دده په خبره درې سیمه ییز پوليس پکې وژل شوي او څلور نور تښتېدلي دي.
ښاغلي خپلواک وایي، وژل شوي او تښتېدلي پولیس ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
خو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتو دفتر بیا وايي ، د شخړې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه ، خو پوليسو يې په اړه جدي پلټني پيل کړې دي.
وسله وال طالبان بیا وایي، دغه برید ددوی د دوو نفوذي ملګرو له خوا ترسره شوی دی.
دغه ډلې پرخپله پاڼه ادعا کړې او لیکي، دوو ملګرو یې په یوه امنیتي پوسته کې اته تنه پولیس وژلي دي.
چارواکي په دغه پېښه کې د وسله والو مخالفينو لاس درلودل ردوي.
په دې وروستیو کې افغان پولیسو کې د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
د تېر ۲۰۱۴ کال د اګست پر شپږمه، د افغانستان اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوه افغان پولیس خپل شپږ ملګري تر بې هوښه کولو وروسته په ډزو ووژل او یو یې سخت ټپي کړی.
وړاندې، د کورنیو چارو وزارت ویلی وو، داسې یوه تګلاه یې رامنځ ته کړې ده، چې له مخې نوي ګمارل کېدونکي پولیس باید د باوري سرچینو له لوري دوی ته وروپېژندل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca0un6y49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته