دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 100077
۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان، کندز،کندهار، ارزګان، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0wn6049nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته