دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 89097
ولسمشر کرزي په کندهار کې د یوې چاودنې له امله د ۱۵ ملکیانو وژنه غندلې
ولسمشر حامد کرزي په کندهار ولایت کې د سړک د ماین په چاودنه کې د ۱۵ ولسي خلکو وژل غندلي دي.
د کندهار چارواکي وايي، پرون (دوشنبه) مازیګر د کندهار د میوند ولسوالۍ د مانده په سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر په سړک کې پر یوه ځای پر ځای شوي؛ ماین برابر شوی چې په چاودنه کې یې ۱۵ ملکیان وژل شوي او د یوې میرمنې او یو ماشوم په کډون څلور تنه نور ټپیان دي.
له ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي:
”د خلکو د تګ راتګ پر لارو د ماینونو خښول او د ولسي وګړو په نښه کول د هغو دښمنانو کار دی چې؛ د افغانستان ملکي وګړو ته د درد او غم له رسولو پرته، بل څه نه غواړي.“
د کندهار یو مطبوعاتي چارواکي دواخان مینه پال رسنیو ته ویلي چې؛ په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او څلور نور ټپیان هم په نازک روغتیايي وضیعت کې دي.
ویل کیږي چې، په موټر کې سپاره ټول کسان د ارزګان ولایت اوسیدونکي وو؛ چې کور ته پر لاره پرې په میوند ولسوالۍ کې چاودنه شوې.
اسو شیېټډ پرېس خبري اژانس وايي؛ طالبانو په همدې ورځ په کندهار کې د ناټو پر یو کاروان د برید مسوولیت منلی؛ خو د ملکي خلکو پر موټر چاودنه یې د بهرنیو ځواکونو کار بللی.
د واخان مینه پال هم په همدې ولسوالۍ کې د ناټو پر یو کاروان ځان وژونکی برید تایید کړی دی؛ خو ویلي یې دي، په دې برید کې د کومې جدي مرګ ژوبلې راپور نه دی وررسیدلی.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په افغانستان کې د ناټو د چارواکو له قوله هم د دوی پر سرتیرو په میوند ولسوالۍ کې برید تایید کړی؛ خو جزییات یې نه دي ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca0wna.49noo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته