دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 137112
طالبان: ټرامپ دې د بوش او اوباما په پله پل نه ږدي
وسله والو طالبانو د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ته ویلي که د بوش او اوباما په پله پل کېږدي، امریکا به له تاریخي ماتې سره مخامخ شي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :ټرامپ په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې د اسلامي ترورېزم، او بنسټ پالنې ريښې به وباسي. په کابل کې بیا ځينېپه دې باور دي چې د وسله والو طالبانو تر منځ درزونه زیات شوي او اوس هڅې کوي چې په نړیواله کچه ځان مطرح کړي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په هکله د امریکا په پالیسیو له سره غور وکړي. طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي که امریکا په خپلو تګلارو غور ونه کړي او تېر شل کلن سیاست ته دوام ورکړي، امریکا به له تاریخي ماتې سره مخامخ شي. په کابل کې یو شمېر شنونکيوايي چې وسله وال طالبان د سوځېدلي کارت په توګه دي چې په خپل منځ کې سره وېشل شوي دي.

مدني فعال عزیر رفیعي وايي: “تر هغې چې په نړۍ کې ثروت او سياست يو ځای شته وي او افغانستان هم د نشه يي توکو د توليد مرکز وي، موږ به له توندلارۍ سره مخ يو، خو اوس طالبان په دې چيغو سره ښيي چې سره تيت پرک شوي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي ولسمشر په خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې د (اسلامي ترورېزم)او بنسټ پالنې ريښې به وچې کړي. ده په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته په خبرو کې وویل چې جګړې ته دوام ورکړي. ټرمپ ډاډ ورکړی چې امریکا به دغه جګړه وګټي.

شنونکی آصف اشنا وايي: “اوس مهال زموږ بحث طالبان نه دي، توندلاري يوه سيمه ييزه او نړيواله مسله شوې ده اوس طالبان له بحث وتلي دي.”وسله والو طالبانو په افغانستان کې د امریکا پنځلس کلن پوځي ماموریت ناکام بللی دی.
https://avapress.com/vdca60n6u49ne61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته