دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 131613
امریکا او روسیې د سوریې په اړه خبرې اترې ختمې کړې
دمشق ته څېرمه د حکومت پلوو ځواکونو او جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه شوې ده او متحده ایالاتو د اوربند په تړاو له روسیې سره ځکه خبرې وځنډولې چې روسیه په سوریې کې په ملکي سیمو بمبارد ته دوام ورکوي.

دمشق ته څېرمه د حکومت پلوو ځواکونو او جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه شوې ده او متحده ایالاتو د اوربند په تړاو له روسیې سره ځکه خبرې وځنډولې چې روسیه په سوریې کې په ملکي سیمو بمبارد ته دوام ورکوي.

امریکايي مقاماتو په کراتو ويلي و چې که روسیه د سوریې په حلب کې خپلې بمبارۍ بندی نکړي، نو دوي به د روسیې سره د اوربند په تړاو خبرې وځنډوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویانده الیزابت تروډو وایي چې روسانو په همدې اونۍ کې په یو روغتون برید کولو څرګنده کړه چې خپلې حملې نه بندوي.

هغې زیاته کړه "تاسې پوهیږئ چې روسیې سره په خبرو کې زموږ موقف ډیر روښانه و هغه دا چې بشري مرستو ته لاسرسی ممکن شي او شخړې پاې ته ورسیږي. بلاخره پوه شوو چې د روسیې سره مشترک هدف ته نه رسیږو.

متحده ایالاتو تر هغه وروسته له روسیې سره مذاکرات بند کړل چې د روسیې جمهور رئیس، ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د یو فرمان په صادرولو د امریکا سره په وسلو کې د پلتونیم د استفادې اړوند دوه اړخیزه موافقه فسخه کړه.

مسکو او واشنګټن تیره میاشت په سوریې کې د تاوتریخوالو د کمولو، د بشري مرستو د رسولو او د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه پر یوه اوربند موافقه وکړه. خو دغه معامله ډیر ژر وشلیدله داسې چې دواړه غاړې د پړې ګوته یو بل ته نیولې.

ها خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ددغه اقدام په غبرګون ویلي چې مسکو به په سوریې کې د شخړو د پاې ته رسولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سوریې په شخړو کې دوه مهم ښکیل هېوادونه په داسې حال کې خپلې خبرې ځنډولي دي چې د دوشنبې په ورځ دمشق ته نږدې سیمو کې د بشارالاسد د ځواکونو او مخالفو جنګیالیو ترمنځ مرګونې نښتې شوي دي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر د روسیې د بمباریو په اړه د اندېښنې ترڅنګ له امنیت شورا غوښتي چې د سورېې په تړاو کوټلی اقدام وکړي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر ویاند روپرت کولویل چې له هغو وسلو څخه استفاده چې پراخ اثرات لري په ځانکړې توګه په عامه ځایونو کې د اور غورځونکو وسلو استعمال زموږ ژوره اندېښنه ده.

مسکو د بشارالاسد له حکومت سره د پوځي مرستو سربیره د حکومتي ځواکونو په ملاتړ هوایي عملیات کوي. خو واشنګټن بیا د بشارالاسد د رژیم د راپرځولو په موخه له یو شمېر جنګېدونکو ډلو څخه ملاتړ کوي.

https://avapress.com/vdca66n6e49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته