دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 113118
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اراضۍ او اوبو د عالي شورا غونډه جوړه شوه
 افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اراضۍ او اوبو د عالي شورا غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
جمهور رئیس د اراضۍ او اوبو د عالي شورا د غړو له کارونو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د اوبو مسئله یو ژور او هر اړخیز بحث ته اړتیا لري. ده د اوبو په چارو کې د یوې مرجع په توګه د اوبو د یوې جامع پالیسۍ پر شتون ټینګار وکړ.
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د اوبو د سنتي سیستم پر ساتنه او احیا ټینګار وکړ او د اوبو د ویش په برخه کې یې دغه سیستم ګټور او د هېواد له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه وباله. ده وویل چې موږ په دقیق ډول د اوبو یو طبقه بندي شوي سیستم ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د اوبو د تخنیکي بعد مسئلې ته د رسېده ګۍ لپاره به له متخصصینو او کارپوهانو څخه یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي چې د اراضۍ او اوبو د عالي شورا د سلاکارې کمېټې په توګه به دنده ترسره کړي. ده همدا راز د اوبو په وېش کې د بنسټونو او انجمنونو پر رول ټینګار وکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په همدې ډول د سېلابونو د مدیریت لپاره د یوې جامع طرحې پر جوړېدو ټینګار وکړ او د سېلابونو مدیریت یې د ملي وحدت د حکومت له ډېرو عمده هدفونو څخه وباله.
جمهور رئیس غني سېلابونه ملي اقتصاد ته د سترو زیانونو عاملین وبلل او وې ویل چې افغانستان باید له سېلابونو څخه د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لپاره کار واخلي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې افغانستان باید د سېلابونو پر وړاندې د غبرګون پرځای له داسې سیستم څخه کار واخلي چې هم د سېلابونو له راوتلو څخه خبر ورکړي او هم له وړاندې څخه د سیلابونو د ویجاړولو څخه د مخنیوي توان ولري.
ده همدا راز وویل چې په دې اړه دې پلانونه د لنډ، منځ او اوږد مهال لپاره عیار کړای شي.
جمهور رئیس غني د دغې کتنې په پای کې د ځمکوالۍ او د خصوصي سکټور د انکشاف د یوې واحدې مرجع د جوړېدو د طرحې هرکلی وکړ او په دې اړه یې د بحثونو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6en6a49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته