دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 113514
جمهور رئیس غني: په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان د وسپنې او مسو یو لوی صادرونکی هېواد وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د چین د حکومت له یوه پلاوي او د دغه هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د افغانستان ښه جغرافیایي موقعیت او بډایو طبیعي سرچینو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان حکومت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې مناسب شرایط او فرصتونه برابروي او دغه شرایط او فرصتونه به د چین د دولت له پالیسۍ سره مطابقت او ورته والی ولري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې افغانستان په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې کولای شي مرکزي،جنوبي او ختیځه آسیا سره وصل کړي خو دغه هدف ته هغه وخت رسیدلی شو چې د افغانستان په زیربنایي بنسټونو باندې په اساسي ډول کار ترسره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې حکومت د وسپنې د پټلۍ، د ګازو د نل لیکې او د سړکونو جوړونې، دکرنې او اوبو لګولو د سیستم عصري کولو او د ځوان نسل روزنې ته ډېره توجه لري.
د هېواد جمهور رئیس له چینایي پلاوي وغوښتل چې چین دې د وسپنې پټلۍ په جوړولو سره افغانستان د واخان له لارې له هغه هېواد سره ونښلوي.
جمهور رئیس غني همدا راز وویل چې افغانستان د اوبو پریمانه سرچینې لري خو د اوبولو لګولو د زاړه سیستم له امله له دغو اوبو څخه هغسې چې لازمه ده استفاده نه کېږي خو که چیرې له دغو اوبو څخه په نوې ټکنالوژۍ ګټه واخیستل شي شپږ ویشت زره میګا واټه برېښنا به تولید کړي چې نه یوازې افغانستان به روښانه کړي، بلکې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې ډول پاکستان او هندوستان ته به هم صادره شي چې دغه دواړه هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې برخه کې له افغانستان قراردادونه ولري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې لمریزې او بادي انرژۍ ته د اشارې سره په ترڅ کې وویل، یوه نوې ترسره شوې سروي دا ښي چې په افغانستان کې داسې سیمې شته چې په کال کې ۲۵۰ ورځې شمال لري چې دا پخپله کولای شي د برېښنا په تولید کې مرسته وکړي.
جمهور رئیس غني افغانستان د لمریز برېښنا د تولید لپاره مناسب هېواد وباله، وې ویل چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لمریزې برېښنا د تولید امکانات ډېر دي چې په ټوله کې افغانستان کولای شي له ۸۰ زرو میګا واټو څخه تر ۱۵۰ زرو میګاواټو پورې لمریزه برېښنا تولید کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل په داسې حال کې چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی خو بیا هم تر ډیره حده له بهر څخه زراعتي توکي واردوي له همدې امله د افغانستان حکومت د زراعتي محصولاتو د وارداتو د کمولو او په دې برخه کې پر خپل ځان د متکي کېدو لپاره یوه ځانګړې طرحه لري ترڅو د کوکنارو بدیل کښت پیدا کړي.
جمهور رئیس غني د سړکونو جوړول د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا مهم وبلل، وې ویل چې د سړکونو په جوړیدو سره به افغانستان له سیمې او سیمه به له افغانستان سره وصل شي او د افغانستان د حکومت ډیر تمرکز پر ترانزیت دی ترڅو وکولای شي د افغانستان شمالي او لویدیځ ولایتونه په ترانزیتي مرکزونو بدل
کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې په سلو کې ۳۳ فیصده کشف شوي چې ارزښت یې له یو تریلیون ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی او په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان د وسپنې او مسو یو لوی صادرونکی هېواد وي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې په تاریخي لحاظ افغانستان تل سوداګرۍ ته اهمیت ورکړی دی له همدې امله موږ خپل ښاري مرکزونه پراخوو، د کور جوړولو او بیخ بنسټیز سیستمونه مو نوي کوو.
جمهور رئیس غني ځوانان د افغانستان تر ټولو مهمه انساني سرمایه وبلله، وې ویل چې د ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې د نویو اړتیاوو له مخې په تعلیمي نصاب کې بدلون راولو او د کارونو د موثریت په موخه د حکومتي بنسټونو په دندو بیا کتنه کېږي چې دا بیا کتنه به له وزارتونو څخه نیولې آن کلیو او بانډو ته و رسیږي.
جمهور رئیس د چین له پلاوي څخه وغوښتل چې افغانستان علاقه مند دی په ساختماني چارو کې د چین له موډل څخه تقلید وکړي او د دغه کار لپاره به یو افغاني پلاوي چین ته واستول شي تر څو په هغو ساحو کې چې چین په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري مشخصې او دواړه لوري قراردادونه لاسلیک
کړي.
چینایي پلاوي د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې په اړه د جمهور رئیس غني لید لوری وستایه او وې ویل چې دوی چین ته د افغان پلاوي ورتګ ته سترګې په لاره دي او د چین دولت به د افغانستان لخوا شوي وړاندیزونه وڅيړي او په کومو برخو کې چې په افغانستان کې د چین لخوا د پانګونې امکانات موجود وي په
هغو به پانګونه وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6en6y49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته