دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 125610
د عملياتو پر مهال د دولت ۶۲ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښتل
د هيواد په بیلابیلو سیمو کي ۶۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هيواد په بیلابیلو سیمو کي ۶۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د دفاع وزارت څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي لیکل سوي،چي دکنړ، ننګرهار، لغمان،میدان وردک، زابل کندهار،هرات،بغلان، بلخ،جوزجان، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د ترسره سوو عملياتو پر مهال ۳۳ وسله وال ترهګر وژل سوي او ۲۹ نور ټپيان سوي دي.
سرچينه کاږي،چي د غه ګډ عملیات چي د پیاده ځواکونو لخوا د هوایي او توپچي ځواکونو په مرسته ترسره سول دفاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالی په اړوند سیمه کې ۱۸ تنه وسله وال ترهګر له منځه تللي او ۲۱ تنه ټپیان او د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالی په اړوند سیمه کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل سوي او ۳ تنه نور ټپیان سوي دي.
په همدې توګه خبرپاڼه کي لیکل سوي،چي د ملي اردو او ملی پولیسو ځواکونو په جلا حلا عملیاتو کي د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین ولسوالی په اړوند سیمه کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل سوي او۵ تنه ټپییان ، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی په اړوند سیمه کي ۴ تنه وسله وال ترهګر له منځه تللي او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی په اړوند سیمه کې یوتن وسله وال ترهګر له منځه وړل سوی دی.
په خبرپاڼه کي افغان ځواکونو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه کوم څه ندي ويلي.


سرچينه : KANDAHAR TV
https://avapress.com/vdca6mn6w49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته