دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 150315
ننګرهار کې د کډوالو په لارۍ کې وسلې ونیول شوې

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې یې د کډوالو له یوې لارۍ موټر څخه یو شمیر وسلې ترلاسه کړي دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې لیکل شوي: "د معلوماتو له مخې د لومړۍ سرحدي لوا اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنو شويو کډوالو لارۍ موټر کې د پلټنې پر مهال ۱۰ ميله تومانچې، ۱ ميل کرينکوف او ۲۲ شاجورونه ونيول."

خبرپاڼه وايي د دغو وسلو په تور له کډوالۍ راستون شوی زريالی او موټر چلوونکی معشوق نيول شوي دي.

همداشان په یوه بله جلا پیښه کې د شپږم سرحدي کنډک سرتيرو ډيورنډ کرښه کې د زرجان په نوم د داعش وسله والې ډلې يو غړی نيولی، چې غوښتل يې داعش وسله والو ته د سرحدي پوستو په اړه معلومات يوسي.

نيول شوی تن پخوا د وسله والو طالبانو غړو و او اوس داعش ډلې سره يو ځای شوی، په خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی.

همداشان خوږياڼو ولسوالۍ خدر خېلو او تنګوري سيمو کې هم تېره شپه (جمعه، د وږي ۳۱شمه) شاوخوا دولس بجې د نشه يي توکو سره مبارزې ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو پروسس دوه کارخانې لمنځه وړي.

د معلوماتو له مخې ځانګړې قطعې ړ يادې دوه کارخانې، ۲۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي او بېلابېل وسايل سوځولي او په بشپړ ډول يې لمنځه وړي.

دغه کارخانې د محمد الله او نياز په نومونو دوو تنو جوړې کړې وې، چې د عملياتو پر مهال يې کارخانو کې شتون نه درلود.

خبرپاڼه وایي په دې عملیاتو کې د ځانګړې قطعې منسوبينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

ننګرهار د هیواد په ختیځ کې هغه سرحدي ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو برخو کې راخ حضور لري؟

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6wn6m49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته