دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۲۴
د مطلب کود : 137888
په دوو بېلابېلو عملیاتو کې 56 ماینونه ونيول شول
تېره شپه د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند د کله کوټ په سیمه کې د پرسونل ضد ۵۴ ماینونه نيولي دي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل دسولې دښمانانو غوښتل چې دغه ماينونه مرکز مهترلام ښاراو نورو ولسوالیو ته ولېږدوي او په تروریستي فعاليتونو کې يې وکاروي، چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا ونيول شول.
دی زياته کړه چې په اړوند يې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.
دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په فرمانخیلو سیمه کې دوه بوشکه یي ماینونه چې د مخالفینو له خوا پټ کړل شوي وو او غوښتل یې چې په دغه سیمه کې د کابل جلال اباد لویه لاره پرې خرابه او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له خو کشف او شنډ کړی شول.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیتي ځواکونو د دغو لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ ټولو امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه پر وخت ګړندي اقدامات وکړي او پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډ وډ او بې ګناه انسانان د تروریستانو د شومو پلانونو ښکار شي.
https://avapress.com/vdcaa0n6a49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته