دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 117385
جمهور رئیس غني د بې پولې ډاکټرانو سازمان له غړو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د بې پولې ډاکټرانو سازمان له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د دې سازمان عمومي مسوول کرسټوفر سټوکس او د افغانستان د برخې مسوول کلیم مولیني په کندز ولایت کې د دغه سازمان پر روغتون د برید په هکله خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د خبرو له اورېدلو وروسته وویل، د افغانستان ټولو امنیتي ځواکونو ته یې واضح دستور ورکړی، چې د بشري مرستو په مرکزونو باندې برید ونشي.

جمهور رئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هیڅ افغان سرتېری یاد روغتون ته نه وو ننوتلی او نه یې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې، حال دا چې ترهګرو ډلو له بشري حقونو څخه زیاتې سرغړونې کړې دي.

جمهور رئیس غني وویل، اوس اړتیا ده په دې هکله څېړنې بشپړې شي، چې په یاده پېښه کې څه پېښ شو، معلومات څنګه راټول شول او د هغو معلوماتو پر بنسټ څه ډول پېښه رامنځته شوه. هغه زیاته کړه، چې په دې هکله د بشپړو څېړنو له ترلاسه کولو دمخه باید قضاوت ونشي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت پوښتنو ته د دقیقو ځوابونو د موندلو په موخه له ائتلافي ځواکونو سره په څېړنو کې مرسته او همغږي کوي.

همدارنګه جمهور رئیس غني زیاته کړه، چې د افغانستان دولت او خلک د کندز د وروستیو پېښو په هکله پوښتنې لري او په همدې موخه یې باصلاحیته او غیر دولتي پلاوی ګومارلی دی، تر څو وروستۍ پېښې وڅېړي او راپور یې د ټولو په واک کې ورکړي.

جمهور رئیس وویل، غیر دولتي موظف پلاوی د بې پولې ډاکټرانو د روغتون پېښه هم څېړي او په دې هکله د یاد سازمان هره پوښتنه له پلاوي سره له همغږي وروسته په راپور کې ځوابېږي.

په پای کې جمهور رئیس په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان فعالیتونه وستایل او له مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په دې کتنه کې د ملي امنیت شورا سلاکارمحمد حنیف اتمر او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa0n6m49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته