دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 107584
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس د خوښۍ پيغام افغانستان
یو ځل بیا په نړیواله کچه خپله وړتیا نندارې ته کېښوده. نن افغانستان د سکاټلنډ پر وړاندې د کرکټ په زړه پورې سیالي ترسره کړه او بریا یې خپله کړه.
نن سکاټلنډ د ۲۱۰ منډو په جوړولو سره افغانستان ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه. په پيل کې که افغان لوبغاړي تر فشار لاندې ول؛ خو په خپلې پیاوړې ارادې او عزم سره یې وکولای شول، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.
په نننۍ لوبه کې ټولې لوبډلې خپله وړتیا وښوده؛ خو د سیمع الله شینواري وړتیا او حوصله مندۍ افغانستان د بري پړاو ته ورساوه، چې ترې مننه کوم او لوبډلې ته په پاتې دریو نورو سیالیو کې هم د بري هیله لرم. په نړیوال جام کې د افغانستان دا بریا زموږ د هېواد لپاره ستره لاسته راوړنه ده.
په داسې یوه هېواد کې چې جګړو ځپلی او هره ورځ یې لسګونه کسان د جګړو او چاودونو له امله وژل کېږي، بیا هم داسې اتل ځوانان شته چې د خپلو خلکو لپاره د ویاړونو د ګټلو هڅې کوي. د کرکټ اتلانو نړۍ ته په خپلې وړتیا سره د سولې او امن پیغام ورکړ او دا یې ثابته کړه، چې افغانان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د سوله ییز ژوند حق لري. که چېرې ورته د سوله ییز ژوند زمینه برابره شي له نړۍ سره په هر ډګر کې ځان برابرولای شي.
زه د دې بریا له امله ملي لوبډلې، د هېواد ټولو لوبغاړو او افغان ملت ته مبارکي وایم.
د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره چې ډېر امکانات او اوږده سابقه لري د نړیوال جام لپاره د افغانستان د لوبډلې سیالي کول، د افغان لوبډلې د عزم او ارادې ښکارندوی ده. که څه هم چې د کرکټ ملي لوبډله د حکومت هر اړخیز ملاتړ له ځانه سره لري؛ خو بیا هم د نړیوالو لوبډلو په شان امکانات په واک کې نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaa0n6y49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته