دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 96378
د سرپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې؛ ځواکونو يې د دولت ۴ وسله وال مخالفان وژلي او د يوه مهم قومندان په ګډون يې ۵ نور نيولي دي.
د سرپل ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري وويل چې؛ په کوهستانات ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په لړ کې څلور کلي له طالبانو پاک شوي او په ترڅ کې يې ۴ تنه وژل شوي دي؛ د يوه خطرناک قومندان ملا جيلاني په شمول پنځه تنه ژوندي نيول شوي او ۴ ژوبل شوي دي.
د سخي داد حيدري په وينا، امنيتي ځواکونو دا عمليات وروسته له دې پيل کړل چې؛ له غور او فارياب ولايتونو څخه کوهستاناتو ولسوالۍ ته يې د طالبانو د راتګ په اړه معلومات ترلاسه کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaaeno.49ni01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته