دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۰۵
د مطلب کود : 156382
غیری نظامی افغان مرګ؛ امریکا څیړنه کوی، افغانستان چوپتیا غوره کوی
د امریکا دفاع وزارت وایی چی د هغه ویدیو په اړه څیړنه شروع کړی دی چی په هغه کې یو امریکایی سرتیری یو افغان غیری نظامی موټر چلوونکې باندی ډزی کوی. دا دری ثانیه ای ویدیو چی په یوتیوب کی خپور سوی، شکاره کوی چی یو نظامی کی چی امکان لری امریکایی وی، یو مارک نه بغیر کامیون باندی چی چلوونکې یی ظاهرا یو افغان غیری مسلح کس وی، ډزی کوی. په دی ویدیو کې د کامیون چلوونکې زیان اندازه او همدارنګه وخت او مکان نه دی مشخص. د امریکا مرکزی قوماندی په یو بیانیه کې د اندیښنی ښودلو ترڅنګ ویلی دی چی دا ویدیو د امریکایی ځواکونو حرفه ای ارزښتونو او اصولو په خلاف دی. د توجه وړنکته داده چی افغانستان دولت تراوسه د خپور سوی ویدیو په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او دا په داسی حال کې دی چی ددی ویدیو خپوریدل یو ځل بیا د افغانستان خلګو او ټولنیز شبکو خشم او نفرت راپورته کړی دی. امریکا یو مسلح نظامی کس مستقیم ډزی د یو غیری نظامی کس د وژلو په قصد، همغه څه دی چی د خلګو د اعتراض رامنځته کیدو سبب سوی دی؛ هغه پيښه چی که څه هم د درو ثانیو لپاره شکاره کیږی؛ خو د افغانستان خلګو په نظرد امریکا بی لګام او نامحدود ۱۷ کلنه قیومیت د افغانستان خلګو پر برخلیک او حیات او هستی باندی ښیی. امریکایی سرتیری د هغه پیمانونو په اساس چی امریکا او افغانستان ترمنځ امضا سوی دی، حتی که یو لوی جنایت هم ترسره کړی، د هر ډول قضایی جزا څخه د بین المللی قواعدو او حقوقو په اساس، مصون او په امان کې دی. شاید د افغانستان دولت چوپتیا هم د همدی لپاره وی؛ خو افغانستان خلګو متبوع دولت، حتی د یو ساده غبرګون څخه ډډه کوی او چوپتیا روژه نیسی؟ آیا د یو بی ګناه افغان او غیری مسلح کس وینه د یو امریکایی نظامی جنګی ګلولو په وړاندی دومره بی ارزښته دی چی حتی یو تشریفاتی بیانیه هم د دولت له لوری نه خپریږی؟ که داسی وی نو دا امریکایی نظامیان دی چی ددی خاوری او اوبو حقیقی مالکان دی او افغانستان اوسیدونکی، یواځې د مسلح مهاجمانو مرګبار او خونړیزه تفرج او تفریح وسایل په حساب راځی. هغه حکومت چی د میانمار څخه تر شمالی کوریا پوری د خونړیزو او بین المللی مرګونو په اړه مضحک او بی ربط دیپلماتیک غبرګونونه شکاره کوی، ولی د خپل خاوری اوسیدونکو وینی او ژوند په وړاندی بی تفاوته او بی احساسه دی او حتی یو ساده غبرګون څخه ناتوانه دی؟ هیڅ ځواب ددی پوښتنې لپاره شتون نه لری او دا یواځی د امریکا سره ظالمان او ناعادلانه او یو اړخیزه امنیتی او استراتژیک پیمان امضا ښیی. ایکاش د افغانستان دولت حتی لږ ترلږه د امریکا په اندازه ددی پیښی په وړاندی غبرګون ښودلی وای او مسؤولیت احساس یی کړی وای او د نورو مشابه پیښو په شان، یواځی د یو دروغ وعده تحقیق سره، منتقدان راضی کړی وای؛ خو حتی په همغه اندازه هم غبرګون ونه ښوده. خلګ شاید وکولای سی ددی ځمکې فجیع مرګونو او درانده قربانیو او تروریزم ضد لوبو څخه تیر سی؛ خو هیڅ وخت به له یاده ونه باسی چی څنګه امریکایی سرتیری، بی ګناه او بی دفاع افغانان لوری ته ډزی کولی او هغوی د حیات څخه محرومول؛ خو افغانستان دولت حتی د یو ساده محکومیت شکاره کولو څخه هم ډډه کوله او په دی ترتیب، دا ژور زخم باندی مالګه پاشله چی هیڅ وخت التیام ترلاسه نه کړی.
https://avapress.com/vdcaain6u49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته