دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۲
د مطلب کود : 136384
ریاض، انقره مجازات کوی؟!
د ترکیی د مختلفو ښارونو چاودنی هغه وخت شروع سو او مخ په ډیریدو دی چی ددی هیواد دولت وغوښتل خپل ملاتړ د داعش ډلی څخه په سوریه او عراق کی پریږدی او خپل اړیکی د هغه دولتونو سره لکه روسیه، ایران او سوریی سره سم کړی او ښه والی وروبخښی.

د کار په سر کی داسی معلومیدۍ چی دا پله پسی چاودنی په ترکیه کی د داعش کار نه وو او هر وخت ترسره کیدی چی د ترکیی په داخلی مشکلاتو پوری اړه درلودی او یا هم  د ترکیی د دولت په داخل د کردانو پواسطه او یاهم رقیبو احزابو په واسطه، طراحی او عملی کیدۍ.

خو د داعش قبلونه او ددی ټولو چاودنو مسئولیت په غاړه اخیستل ډیر سترګی په عربستان کی د ریاض سرانو ته متوجه کړ.

د ډیرو صاحب نظرانو په نظر، ریاض او ځینی نور عربی دولتونه د داعش ډلی د بقا په جبهه کی په سوریه او عراق کی قرار لری او ددی لوری څخه د ریاض سران په دی باور دی چی داعش ډله باید باقی پاته سی؛ هغه څیز لکه د افغانستان د طالبانو په شان چی د منطقه ای او فرا منطقه ای استخباراتی وسیلی په توګه قرار نیولی دی او د منطقی او غرب استعمار د هغه څخه د خپل ګټو د محافظانو په توګه ګټه اخلی بالخصوص د اسلام آباد دولت چی د دیو دوی جانبی لوبی په رامنځته کولو سره، ډیر او ښه ګټه د طالبانو د ډلی څخه په افغانستان او پاکستان کی اخلی.

ددی پوهانو په نظر سعودی او غرب بالخصوص امریکا، دا په نظر کی لری چی داعش دوهم ځل پر پښو ودروی او د سوریی او عراق ځینی برخی د داعش ډلی د نظامی پایګاه په توګه تعیین کړی؛ چی د داعش څخه او شاید د تکفیری-تروریستی ډلو څخه د لزوم په صورت کی د خپلو استعماری ګټو لپاره په منطقه ای هیوادونو کی د ابزار او وسیلی په توګه ګټه واخلی.

خو د ترکیی دولت د داعش ډلی څخه په ملاتړ نه کولو او د روسیی او ایران او سوریی سره د اړیکو لپاره د آل سعود د دشمنۍ سره مخامخ سو؛ هغه دشمنی چی ددی باعث سو چی د ترکیی مختلفی برخی د داعش ډلی تر آماج لاندی قرار ونیسی؛ هغه داعش چی د ترکیی د سیاستونو دتغیر څخه مخکی د موم په شان د اردوغان د دولت په لاس کی قرار درلودی، نن د ترکیی مهم ښارونه تر هدف لاندی نیسی او په لوړ غږ اعلاموی چی په ترکیه کی مجلل مسجدونه ټول د لمونځ کوونکو څخه خالی دی او داسی نور خبری!.

د پوهانو په باور دهر حملی تر شاه چی په دا شپو او ورځو کی په ترکیه کی صورت نیسی، د ریاض دولت د سرانو اراده په کی نغښتۍ دی؛ تر څو د انقره پر دولت باندی فشار وارد کړی چی خپل د سیاستونو د تغیر څخه د داعش په وړاندی صرف نظر وکړی او بیرته د عربستان او غربی متحدانو د جبهی سره یوځای سی او اوس دا د اردوغان دولت کار دی چی څه وکړی؛ آیا خپل اوسنۍ سیاست ته چی د داعش څخه ملاتر نه کوی ادامه ورکړی او د ریاض و فشارونو ته هیڅ توجه ونه کړی که څه هم چاودنی ډیر سی او دا هیواد هم د افغانستان او سوریی او عراق په شان ناامنه کړی؟.

پوهیږو چی د سوریی د جنګ د دولت په جبهه کی دا هیواد او روسی او ایرانی او سوری او عراقی متحدان قرار لری؛ څلور هیوادونه چی په هر شرایطو کی د داعش ډلی د بقا سره مخالف دی او حاضر نه دی چی په هیڅ شرائطو کی د داعش ډلی ته د نفس کښلو اجازه ورکړی؛ هغه موضوع چی ترکیه دولت هم د داعش ډلی څخه د ۵ کالو د جدی ملاتړ وروسته ورباندی باور کړی دی او نن په ټول توان سره حاضر دی چی د داعش په وړاندی جنګ ته ووځی او یا هم په یو طریقی سره خپل ځان ددی ډلی د ملاتړ څخه لیری کړی.

داسی په نظر رسیږی چی د ترکیی دولت په سر کی یعنی د عربستان او نورو هیوادونو د داعش ډلی د ملاتړ لپاره په استراتیژیک خطا کی سو او پنځه کاله هم دا سیاسی خطا ته یی ادامه ورکړی؛ خو اوس چی دا نن خپل لاره ددی خطا څخه بیلوی، د ترکیی دولت او ملت لپاره یو بریالی توب دی که څه هم ډیر وخت وروسته معقوله لاره انتخاب کړ او د هغه په نتیجه کی، د خپلو پخوانۍ متحدانو لکه عربستان او نور هیوادونو په واسطه به راحت او ډاډه نه وی او تنبیه به سی، خو ددی سره سره بیا هم په نظر نه رسیږی چی د اردوغان دولت د ریاض دولت ددی اورینو فشارونو ته سر خم کړی او تسلیم سی او د انتخاب سوی لاری څخه بیرته وګرځی.

داسی په نظر رسیږی چی د ترکیی پخوانۍ غلط سیاستونه له دی ځله د انقری سرانو ته د عبرت درس ورکړ او هغوی یی واداره کړی چی د داعش او تروریزم سره د ملاتړ د ادامی پر ځای له دی ځله د غربی ائتلافو څخه شرقی ائتلافو ته مخه کړی او د منطقه ای او قدرتمنده دولتونو تر څنګ، د ترکیی او نورو هیوادو ثبات ته فکر وکړی.
https://avapress.com/vdcaain6y49nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته