دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 105982
د ۱۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت به چک ته د غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل شي.
د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ ته د غځیدلې اولس کیلو متره سړک د جوړولو چارې به د ټولګټو چارو وزارت د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کب میاشتې په ۱۵ نیټه پیل شي .
د دغه ولایت د سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د ټولګټو چارو رئیس محمد یونس نجفي زاده وویل، مرکزي ادارې ته یې د مالیې وزارت له لورې د یاد سړک د جوړولو په موخه ۱۴۰ میلیونه افغانۍ لیږدول شوي دي .
نوموړی زیاته کړه،یاد سړک،چې د کابل ـ غزني لویې لارې څخه چک ولسوالۍ ته غځیدلی او اولس کیلو متره اوږدوالی لري،د ټولګټو چارو ادارې د ۱۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت به یې د جوړولو چارې د راتلوونکې کب میاشتې په ۱۵ نیټه پیل شي،چې د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړي شي .
د یو بل خبر له مخې په میدان وردګو ولایت کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۶۳ د پاکو اوبو څاه ګانې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینرجان محمد حکمتجو وویل د پاکو اوبو دغه څاه ګانې یې ۵ په مرکزي بهسودو ،۷ یې په جلریز ولسوالیو کې او ۵۱ نور یې په مرکز میدان ښار کې کیندلي دی .
ده زیاته کړه، د دغه څاه ګانو به کیندلو او جوړلو کې ورسره د سویډن کمیټې له لورې څلور میلیونه او یونیسف ادارې له خوا ورسره نږدې یو میلیون افغانۍ
هغه وایي د دغه څاه ګانو د کیندلو او جوړولو چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي،چې اوس مهال ورڅخه نږدې ۲ زره کورنۍ ګټه اخلي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له یادو مسؤلینو د کړنو څخه د مننې ترڅنګ وویل د بېلابېلو لیدنو پر مهال ورڅخه ځوانانو او مخورو غوښتنه کړې وه،چې د چک ولسوالۍ ته د غځیدلې سړک د جوړولو چارې دې ورته پیل شي .
ده زیاته کړه، د یاد سړک لپاره د بودیجې په ترلاسه کولو کې ورسره د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو هر مهال هلې ځلي کړي،چې د دوی په همکارۍ او د ولسونو په غوښتنه دې پایلې ته ورسیدو،چې په راتلوونکې میاشت کې به د یاد سړک د جوړولو چارې پیل او د یوه کال په موده کې به بشپړې شی .
هغه همدا راز په مرکز میدان ښار،جلریز او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۳ څاه ګانو کیندل او ګټې اخیستنې ته برابرول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او دا چې نږدې ۲ زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي خوښي ښکاره کړه.

\"\"
https://avapress.com/vdcaamn6u49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته