دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 139589
د جمهور رئیس غني په مشرۍ غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش پلان په پرنسیپ کې تائید کړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د تیاري غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین طارق شاه بهرامي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې (برېښنایي تذکرې)رهبري پلاوي حضور درلود.
په پیل کې د جمهور رئیس سلاکار رفیع الدین ملکزي او د برېښنایي تذکرې د وېش ادارې عمومي رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تخنیکي تیاریو په اړه خپل پلان غونډې ته وړاندې کړ.
https://avapress.com/vdcaaon6o49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته