دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 132586
د توطئی رهبری کول د هیواد په روان جنګو کی!
د افغانستان په جنګونو کی د دسیسی او توطئی بوی دومره ډیر سوی دی او شکاره سوی دیچی هر عاقل کولای سی هغه احساس کړی. د څو کالو راهیسی، هغه اخبار چی د هیواد دجنګونو څخه غوږ ته رسیږی ددی په اساس چی پټ او پیدا لاسونه وجود لری چی د مخالفانو سره د نهایی جنګونو څخه مخالفت کوی او په هغه حساسه شیبو کی چی دشمن د ماتی په حالت کی قرار نیسی، ناببره د عملیات ددرونی ږغ کیږی او په عمل کی د مسلح مخالفانو د نهایی ماتی څخه مخنیوی کیږی. د هغه وخت څخه تر ننه پوری خلګ فکر کوی چی داخبری یواځی بی ځایی خبری دی چی ناپوه او غیبت کوونکی  کسان جوړوی او یا په نهایت کی دداخلی او خارجی دشمنانو کار دی چی دافغانانو ترمنځ د تفرقی لپاره سازماندهی کیږی؛ خو د ډیرو جنګونو او د امنیتی ځواکونو د تلفاتو او ملکی کسانو د وژنو څخه ډیر څه شکاره سوی دی او پرده ځینی پورته سوی دی چی تیری خبری نه دا چی بی ځایی نه وی؛ بلکی د جنګ په منځ کی په واقعیت سره مطرح سوی دی. د ډیرو قوماندانانو او سرتیرو د لید په اساس چی دمخالفانو سره په جنګ کی حضور درلودی، په هغه شیبو کی چی امنیتی ځواکونه د بریا په حال کی وو او طالبانو ته به کوم لاره نه پاته کیدی، بی له ځنډه د مرکز څخه د شورشیانو د نه تعقیبولو امر صادریدی. همدا واقعیتونه ځینی رسنی د جنرال دوستم د خولی نه هم نقل کوی.د ریاست جمهوری لومړی معاون د غورماچ د پریښودلو په حال کی د پژواک خبرنګارانو ته وویل چی د ځینو خلګو د قوماندانانو  څخه هم رضایت نه لری. او ویلی دی چی په دی برخه کی عبدالرحمان مشهور په شمال د ملی اسلامی حزب  ارشد قوماندان هم د هغه د وظیفی د غفلت په اساس نیولی دی. همداسی حبیب الرحمان قوباش وایی چی جنرال دوستم همدا اعتراضاتو ته په ادامی سره امنیتی ځواکونه چی په غورماچ کی ورسره وو پریښی دی او جوزجان مرکز یعنی شبرغان تللی دی. دوستم ویلی دی: دا کارماتونی دسیسی وو او دهغه هدف ما په چالشونو کی  اچول وو. د مطبوعاتو دا غړی وویل چی قرار دی جنرال دوستم کابل ته راسی او دا مسائل د رئیس جمهور سره مطرح کړی. د جنګ په ډګر کی داسی توطئی او دسیسی په همدی محدوده نه دی او دکابل د امریکایی متحدانو د سترګونه هم پټ نه دی پاته؛ په داسی حال کی چی د ناتو عمومی قوماندان هم دملکی کسانو وژل کیدل هم د افغانی قوماندانانو نا لیاقتی بولی د جنګونو په ډګر کی د طالبانو سره. جنرال جان نیکلسون، د امریکا او ناتو عمومی قوماندان په افغانستان کی ویلی دی چی دافغانستان د پولیسو او ځواک د قوماندانانو ناکارایی، د تلفاتو شمیر په دولتی ځواکونوکی ډیر کړی دی. دا قوماندان د رسنیو سره د افغانستان د امنیتی ځواکونو دتلفاتو په اړه د اندیښنی ابراز کړی دی. نیکلسون ویلی دی  چی د افغانستان امنیتی ځواکونه او پولیس نه دی توانیدلی چی د خپلو قوماندانانو څخه دداعش او طالبانو سره د جنګ په ډګر کی ضروری تجهیزات او جنګی وسایل تر لاسه کړی. د ناتو دا قوماندان د امریکایی ځواکونو څخه افغانی ځواکونو ته د مسؤولیت انتقال په دوهم کلیزه کی وویل چی افغانی قوماندانان ځینی وختونه د جنګ په ډګرونو  کی حضور نه لری. که وغواړو چی واقعیتونه په نظر کی ونیسو د ناتو د قومندان داخبری د جنرال دوستم د خبرو سره او هم دافغانستان د سیاسی موضوعاتو د پوهانو دخبرو سره مطابقت لری او د جنګ د خاتمی نه کیدل هم همدا خیانتونه د خلګو سره او د هیواد د ملی مصالحو سره دی. د ځینو پوهانو په باور که په هیواد کی جنګ په همدی ډول ادامه پیدا کړی او ځینی کسان د قومیت او عصبیت په طبل ووهی او په لرزان او خیانت لرونکو  پښو د جنګ په ډګر کی حضور پیداکړی او دهیواد  په منافعو کی د همنژادی او یانورو قومی خبرو شوق ولری، ډیر وخت به ونه نیسی چی دقومی  او نژادی جنګونو اور به شعله وره سی او ترټولو مخکی به ددی اور لوګی دهغه کسانو پزی ته ولاړ سی چی په هغه یی پوه کړیدی.
https://avapress.com/vdcaaun6i49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته