دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 97278
کابل کې د بهرني وګړي وژونکی ونیول شو

د کابل پولیس وايي هغه سړی یې نیولی، چې د تېرې چارشنبې په ورځ یې یو بهرنی وګړی د کابل بي بي مهرو سیمه کې په چړې وژلی دی.
پولیسو دا هم ویلي، چې نیول شوی د طالبانو یو قومندان دی.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، نیول شوی عبدالفتاح جهادوال نومېږي، چې د طالبانو قومندان دی، او کابل او غزني کې اوسېده.
ستانکزی زیاتوي، عبدالفتاح پر بهرني برید منلی خو اوس یې په اړه څېړنې روانې دي.
برید د تېرې چارشنبې پر ګهیځ شاوخوا لس بجې د کابل په نسبتاً له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې شوی.
برید کوونکي پر بهرني وګړي چړې رایستلې او وژلی یې دی.
بي بي مهرو سیمه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ده، چې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون او د عامې روغتیا وزارت ودانۍ یې په ګاونډ کې پرتې دي.
د پولیسو یوه افسر نصیر احمد، چې د برید د صحنې شاهد و، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یو بهرنی وګړی چې سخت ټپي شوی و، سم لاسي روغتون ته یووړل شو.
حشمت الله ستانکزی وايي، ټپي شوی بهرنی روغتون ته تر رسېدو وروسته مړ شوی.
ناټوناټو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، پر یوه سرتېري یې برید شوی، چې د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.
د ناټو ویناپاڼه زیاتوي، دغه سرتېری یې د افغانستان په ختيځ کې وژل شوی.
طالبانپر همدې مهال، د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې کابل کې یې ملګرو د ایساف پر یوه کارکوونکي چریکي او تاکتیکي برید کړی.
طالبان وايي، برید درو کسانو کړی، چې په وینا یې ژر له سیمې په خوندي توګه وتلي دي.
طالبانو ویلي، دا برید دوه ورځې وروسته تر هغه شوی، چې د بهرنیو پوځیانو پورې د یوه اړوند شرکت مشر په ورته چریکي برید کې وژل شوی و.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaauno.49n001xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته