دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 104181
یوناما: سږ کال ملکي مرګ ژوبله لوړې کچې ته رسېدلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اعلان کړی چې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
نیکولاس هیسم په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د روان میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه ډېروالی موندلی دی.
په افغانستان کې د یوناما د دفتر د بشري حقونو څانګې مشرې جورجت ګاګنون ويلي، سږ کال د ملکي قربانیانو شمېر ۹۶۱۷ ته لوړ شوی چې ۳۱۸۸ یې وژل شوي او ۶۴۲۹ کسان ټپیان دي.
یوناما ویلي، سخت دریځي د ۷۵ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسول دي، ملګري ملتونه وايي، ماينونه، ځانمرګي بریدونه او د دغې ډلې ډیری نور سخت بریدونه د ولسي وګړو د تلفاتو د ډېرېدو لامل شوي دي.
د یوناما د شمېرو پر بنسټ د تېر کال په پرتله سږ کال د ماشومانو د تلفاتو شمېر ۳۳ سلنه او د ښځو د تلفاتو شمېر ۱۲ سلنه ډېر شوی دی.
له هغې راهیسې چې یوناما په ۲۰۰۹ کال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړي دغه شمېرې تر ټولو لوړه کچه ښيي.
د ملګرو ملتو سازمان داسې شونتيا ښوولې چې ښايي په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله د روان ميلادي کال تر پايه له ۱۰۰۰۰ واوړي، چې تر اوسه يې ساری نه دی ليدل شوی.
د یوناما مشر ویلي، په افغانستان کې په جګړې کې ښکېلو خواو سره خبرې روانې دي تر څو د ولسي وګړو تلفات را ټېټ شي.
تیر کال یوناما په خپل راپور کې د ۲۰۱۳ کال د ملکي تلفاتو شمېر ۸۶۱۵ (۲۹۵۹ وژل شوي او ۵۶۵۶ ټپیان) ښودلی و چې د ۲۰۱۲ په پرتله ۱۴ سلنه ډیر و.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaayn6649nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته