دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 121731
ایران: قزاقستان کولای شي د ایران له لارې افغانستان ته اموال صادر کړي
ایراني چارواکي وایي، قزاقستان کولای شي د ایران له لارې خپل تولیدات افغانستان ته صادر کړي.

استانه ټایمز په قزاقستان کې د ایران د سفیر له قوله ویلي چې هېواد یې لېواله دی له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وپالي.

په تېر نومبر میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني قزاقستان ته د سفر پر مهال له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې او درې قراردادونه یې ورسره لاسلیک کړه چې یو یې له قزاقستانه د غنمو د رانیولو په اړه وو.

قزاقستان د سیمي په سطح د غنمو او هم د اوسپنې لوی تولیدوونکی هېواد بلل کېږي چې د ولسمشر غني په خبره افغانستان دغو تولیداتو ته په بنسټیزو چارو کې اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcae6n6649nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته