دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 108934
نری رنځ هرکال له د ۱۳ زره وکړو څخه ژوند اخلي
ترمخه تشخیص او باکیفیته درملنه ددې ناروغۍ سره په مبارزه کې حیاتی اهمیت لري.
کابل د 1394 کال د وري 4 مه- د نري رنځ نړواله ورځ د نړی په ګچه نن پدې موخه ولمانځل شوه څو ددې ناروغی په باب د خلکو عامه پوهاوی لوړ شی او همداراز د نری رنځ په وړاندې چې په نړی کې د اخته کیدو لوړه وژنکي یوه ناروغی ده، لازیاتې اغیزمنې کړنې را وبلل شي. افغانستان د نړی په ۲۲ هیوادونو کې ځای لري چې د نری رنځ د اخته کیدو لوړه کچه لري.
شاوخوا ۱۳ زره افغانان هر کال ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ۲۰۱۳ کال کې  د نړۍ په کچه ۹ میلیونه وکړي د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي او یواعشاریه پنځه میلیونه ددې نارغۍ له امله خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل: په افغانستان کې یو شمیر زیات کسان هر کال د نری رنځ ناروغۍ له امله چې کاملاْ د وقایې او درملنې وړ ناروغۍ ده، لمنځه ځي او د افغانستان حکومت دې ته ژمن دی څو هر افغان د نری رنځ ناروغۍ درملو او خدمتونو ته لاسرسی ومومي او کافی معلومات ددې ناروغۍ، د هغې د لاملونو او علایمو په باب ولري چې کوم وخت ددې ناروغي مراقبتنو او پاملرنو ته اړتیا لري.
مونږ همداراز دې ته اړتیا لرو چې د نری رنځ ناروغۍ له کبله د ستګما ( ټولنیزه پیغور) پروړاندې مبارزه وکړو.
دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه: په ۲۰۱۴ کال کې نږدې ۵۸ هزره د نری رنځ نوې پیښې په افغانستان کې اتکړ شوې وې چې له هغې جملې څخه ۵۶ سلنه پيښې تشخیص او د یوې شپږمیاشتنۍ دورې درملنه ورته ورکړل شوه. میرمنې، ماشومان، بیوځلی او خوارځواکي سره مخ وکړي، بوډاګان او دهیواد په دننه او بهر کې بیځایه شوي کسان زیاتره ددې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخ دي.
میرمنې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د نری رنځ زیان منیدونکي دي چې د نری رنځ د ناروغانو ټول
ټال دوه په دری یې ښځې تشکیلوي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې استازي ډاکټر ریچارت پیپرکورن وویل: د درملو پروړاندې د مقاوم نری رنځ د کمزوری مدیریت او د ټیټ کیفیت د درملو سره د نری نرنځ د پيښو درملنې له امله رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د یوې لوی ننګونې په توګه را څرګند شوی دی. په افغانستان کې تیر کال ۱۲۰۰ وکړي د درملو سره د مقاوم نری رنځ پراختیا موندلې. دا یوه جدی مسئاله ده او مونږ دې ته اړ یو چې د څارنې غښتلي کولو، آزمایښتونو ترسره کولو او د نری رنځ د پيښو د تعقیبولو په شمول ګن شمیر کړنې ترسره کړو. دا د منلو وړ نده چې د نری رنځ پیښې د تشخیص او درملنې د نه ترسره کیدو په لور روان شي.
نومړی زیاته کړه: د روغتیا نړیوال سازمان دې ته ژمن دی چې د افغان حکومت سره خپل ملاتړ جاری وساتې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هر وکړی د نری رنځ روغتیايي خدمتونو، باکیفیته درملو او معلوماتو ته لاسرسی ومومي. هیڅ وکړی باید د نری رنځ سره په مبارزه کې د یاده ونه ویستل شي. مونږ دې ته اړتیا لرو چې د توبرکلوز له امله د مړینې کچه صفر ته را ټيټه کړو او همداراز ددې ناروغۍ د اخته کیدو او ستګما پروړاندې جدی مبارزه وکړو.
نری رنځ څه دی او څنګه کیدای شو دهغې درملنه وشي؟
توبرکلوز یوه انتانی ناروغی ده چي زیاتره د انسان په بدن کې سږي تر بریدلاندې راولي. هرکله چې ناروغ د نری رنځ او ټوخي سره اخته وي، لدې لیارې د نری رنځ مکروب هیوا ته خپريږي. ټوغی ( کله هم د بلغم او وینې سره یوځای وي) ستومانتیا، د اشتها له لاسه ورکول، د وزن کمښت، تبه، لرزه، او شپې لخوا خوله د فعاله ریوی نری رنځ لوی نښې نښانې دي. نری رنځ د درملنې وړ یوه ناروغی ده چې د یوې شپږمیاشتنې دورې آنتې بیوتیکونو سره ترسره کیږي. پرته د درملنې څخه د نری رنځ د مړینې کچه لوړه وي او د وینې د جریان له لارې، نری رنځ د بدن نورو څانګو ته په شمول د هډکو او مغزو ته لیږدولو خپريږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaean6y49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته