دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 146635
مخامخ ائتلافونه؛ مخ په بندون فریادونه!

 

د هیواد او خلګو اداره او کنترول کی د ملی وحدت حکومت مدیریتی کمزوروالی سره، ائتلافی نهادونه او اپوزیسیونی نهادونه فرصت پیدا کړی دی او هر یو د ګوښی څخه ځان څرګندوی. په همدی کال کی چی د ملی وحدت حکومت دریم کال دی، حداقل دری مخالف جریانونه او اپوزیسیونی جریانونه د حکومت کړنو په وړاندی سرراپورته کړی دی چی دریم یی په تازګی سره د ( محور مردم افغانستان ) ترنامه لاندی د ښاغلی نبیل؛ د هیواد ملی امنیت پخوانۍ مشر په مشرۍ منځته راغلی دی او ځان څرګند کړی دی.

یاد ائتلافونه په داسی حال کی شکل نیسی چی افغانستان په هر اړخیزه ډول سیاسی، امنیتی او اقتصادی مشکلاتو او بحرانونو سره مخ دی او ملی وحدت حکومت د پوهانو بیلابیلو نظریو په اساس یا هم په بی اعتنایی سره دا بحرانونو ته کوم توجه نه لری او د هغه څه په اساس چی مامور سوی دی خپل دندی مخته وړی؛ ځکه چی د ملی وحدت حکومت ماهیت په نسبت یو نظر دادی چی دا دولت بنیادی او اساسی ریشه نه لری او د استعمار ګرانو له لوری د افغانستان لپاره یو موقت او تیریدونکی پروژی په حیث ټاکل سوی دی.

بناء د یاد نظر په اساس، رامنځته سوی بحرانونو مهارول نه یواځی دا چی د ملی وحدت حکومت په کارونو کی نه دی، بلکه تشدید او تعمیق یی کولای سی د افغانستان او دولت او ملت لپاره مخکی تر مخکی طراحی سوی برنامو سره مرسته وکړی.

خو بل نظر دادی چی د اوسنۍ دولت پروژه ای یا موقت کیدو ردولو سره، هغه ناکارا او مدیریت کمزوری باندی تورنوی، خو دهغه غلط دلیل په اساس چی په ښه حکومتداری کی لری چی د هغه جملی څخه د قدرت انحصارګرایی روحیه شتون دی، د هیواد او خلګو اداره څخه ناتوانه سوی دی او همدا موضوع د سیاسی رقیبانو او اپوزیسیونی نهادونو لپاره یو فرصت ګرځیدلی دی.

په کلی توګه د اپوزیسیونی نهادونو او په هیواد کی رامنځته کیدو په اړه دوه نظریی شتون لری، لمړۍ نظر دادی چی دا نهادونه او ائتلافونه هیڅ یو یی خلګنۍ ملی اهداف او مبناء او اساس نه لری او تشکیلوونکو یواځنۍ مقصد قدرت او ریاست او حکومت ته رسیدنه ده البته د هیواد خلګو تیر ایستلو او د خلګو لپاره دروغ خدمت کولو په شعارونو سره.

دوهم نظر دادی چی ددی ائتلافونو شتون کولای سی هیواد د بحران څخه وباسی. نو د همدی لپاره داسی اپوزیسیونونو رامنځته کیدنه کولای سی خلګنی اهداف او دغدغی ولری او هغوی د خلګو لپاره خدمت وکړی. ددی نظریی معتقدانو په باور: د اپوزیسیونی نهادونو په رامنځته کیدو سره، حکومت نور هم تر فشار لاندی راځی او د بحرانونو د منځه وړلو لپاره هڅی کوی.

ددی معتقدانو په باور که یاد ائتلافونه وکولای سی د مشروع لاری ملی وحدت حکومت باندی اصلاحات رامنځته کړی، بحرانونه به هم له منځه ولاړ سی.

داسی په نظر رسیږی چی د شته ائتلافونو انګیزو او اهدافو ته په کتو سره لمړنۍ نظر ډیر د افغانستان واقعیتونو سره سازګاری لری او دا ائتلافونه نه یواځی د بحرانونو مهار توان نه لری، بلکه ددی تشکیلاتو ژبنۍ او تباری او قومی جنبی سره به په هیواد کی د نویو بحرانونو رامنځته کیدو لامل سی.

ځکه چی حکومت او د حکومت ملاتړ کوونکی او هم خارجی ملاتړ کوونکی ددی ائتلافونو په وړاندی لاس پر لاس نه کښینی او حداقل په دومره آسانی سره د هغوی فیصلو ته نه تسلیمیږی او همدا قدرت تقابل غوښتنی او ریاست پرستی، خپله په هیواد کی نوی بحرانونه رامنځته کوی. هغه څه چی په افغانستان کی شته استعماری قدرتونه همغه غواړی او زموږ په هیواد کی د تازه بحرانونو ادامه لپاهر هر شپه او ورځ او ساعت او هر نیټه نقشه او طرحه جوړوی.

اوس چی زموږ سرانو او حکومتی مشرانو او سیاسی رقیبانو ترمنځ داسی دی؛ یعنی هر یو خپل تباری او قومی او تیمی ګټو باندی فکر کوی او د خلګو او هیواد ګټی یی د یاده ایستلی، داسی په نظر رسیږی چی قدرت غوښتونکی څه دولتی او څه اپوزیسیونی نهادونه، حتی که د خپلو ټیمی او حزبی ګټو لپاره هم چی کیږی، د قدرت او حکومت ویش باندی یو د بل سره توافق وکړی، که داسی ونه کړی او ائتلاف جوړونی لړۍ همداسی ادامه پیدا کړی، لکه څنګه چی وویل سو نوی بحرانونه به رامنځته سی او هیڅ حزب او ډله به څه د حکومت څخه او څه سیاسی رقیبانو څخه هغه څه چی غواړی ورته به ونه رسیږی او شاید ددی پروسی ادامه په هیواد کی ټول عیار جنګ باندی بدل سی او د هغه لوګی د هروخت په توګه خلګو ته زیان ورسوی.

https://avapress.com/vdcaein6m49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې