دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 116232
په هرات کې مظاهره چیانو له حکومته وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ولیکي
د هرات ولایت په سلګونه اوسیدونکو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې له افغان حکومت وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ولیکي.

مظاهره کوونکو ګاونډیان په د افغانستان د خلکو په بې اتفاقه کولو تورن کړل او افغان حکومت ته یې خبرداری ورکړکه د دوی غوښتنې ونه منل شي نو ایران، ترکمنستان او د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته به د هرات لویه لاره وتړي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمې د لیکلو په ننګه مظاهری وشوی خو افغان حکومت تر اوسه د مظاهره کوونکو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcaein6u49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته