دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 145933
د طالبانو له خوا وژل شوې د ښځینه پولیسې مړی پیدا شوه
د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي د هغو دوو ښځينه پولیسو له ډلې چې د طالبانو له خوا اته ورځې مخکې په فیض اباد ښار کې په ډزو سره ویشتل شوي وو، د یوې مړی پیدا او د دویمې خور مړی تراوسه مالوم نه دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، نورحیا او منورا دوه خویندې وې چې له یوه کال راهیسې د پولیسو په لیکو کې په دندو بوختې وې،خو اته ورځې وړاندې د طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شوې.
له ښار نه لېرې په یوه خټین کور کې داسې کورنۍ ژوند کوي چې ۸ ورځې وړاندې یې دوه ښځینه پولیسې غړي طالبانو د فیض اباد ښار څلورمه حوزه کې له موټر کښته کړې وژلې او جسدونه یې بیا د کوکچې په سیند کې وغورځول.
او د دغو نجونو کورنۍ د نورحیا د مړي په تمه دي.
د نجونو پلار تاج محمد په دې اړه وویل:«د کشرې لور د منورا مړی مو تېره ورځ پيدا کړ او زه ډاډه یم چې نورحیا هم وژل شوې، خو دولت باید زما بله لور هم پيدا کړي.»
د نورحیا مور وايي:«زما لوڼو د وطن په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دولت باید له موږ سره اقتصادي مرسته وکړي او د نورحیا مړی پيدا کړي.»
ورته مهال د بدخشان امنیه قوماندان وايي، د دې نجونو ماما له تېرو دوو کلونو راهیسې له طالبانو سره کار کاوه.
د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقصايي وویل:«دغه دوه پولیسې نجونې یوه ناامنه ځای ته تللې وې اصلاً هېڅوک یې په جریان کې نه وو پرېښي چې موږ دلته ځو، خو د دوی ماما له دوه کلونو راهیسې له طالبانو سره دی. هغه د خپلو خورزو په وژلو کې لاس لري.»
د دې نجونو کورنۍ عدالت غواړي او وایي چې حکومت دې د دغو نجونو قاتلین مالوم او د قانون منګلو ته دې وسپاري.
https://avapress.com/vdcaemn6e49nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته