دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 122532
په دين کې افراطيت ځای نه لري
د پکتيا يو شمېر علماء وايي، افراطيت په دين کې ځای نه لري او د دې پدېدې د مخنيوي لپاره بايد علماء، قومي مخور او مدني ټولنې په شريکه کار وکړي.

د دوی په خبره، که علماء په سيمه کې د افراطيت د مخنيوي لپاره جدي کار او هڅه ونه کړي ورځ تربلې به د اسلام دين ته تاوان ورسيږي او ځوانان به د افراطيت ښکار شي.

په ګردېز کې يو تن عالم وویل:

"افراطيت زموږ په دين کې هېڅ ځای نه لري، د نبي ﷺ په احاديثو کې ډېر څه موجود دي چې ټول به يې دلته تشريح نه شم کړلای، خو يو څه ويلای شم چې هغه له افراطيت نه منع کړې يوه واقعه دلته درته وايم چې نبي ﷺ ته يوه ورځ درې تنه صحابه لاړل يوه ورته ويل چې زه ټول عمر روژه نيسم، بل ويل زه بلکل واده نه کوم، بل ويل چې زه به ټوله شپه ويښ اوسم، نو رسول الله ﷺ ورته وويل، نه داسې به نه کوئ، زه تاسو نه زيات له الله تعالی نه ورېږم خوب هم کوم او عبادت هم کوم."

ده دا هم وويل، د افغانستان علماء بايد د افراطيت د مخنيوي لپاره بشپړه هڅه وکړي، د مدني ټولنو او قومي مخورو سره په شريکه دې يوه طرحه جوړه او د افراطيت د مخنيوي لپاره دې کار وکړي، يو بل تن مولوي هم په دې اړه وويل:

"دغه د افراطيت مشروعيت ته کاهش ورکړو يعنې ټيټ يې کړو او دغه پديده بايد له منځه يوړل شي، دويمه خبره دا ده، چې د بنسټپالنې او افراطيت د مخنيوي لپاره بايد کار وشي او هغه سياسي او اقتصادي فرصتونه چې لرو يې بايد ويې کاروو، هغه امکانات چې موږ يې لرو بايد د ځوانانو د ذهنونو روښانولو لپاره کار ترې واخلو."

په پکتيا کې د علماوو شورا ريس مولوي خالقداد حقاني هم د علماءوو نظر تاييدوي وايي، د دوی ټوله هڅه به دا وي، چې د افراطيت د مخنيوي لپاره کار وکړي او ځوانان د دې پديدې له ښکار کېدو څخه وژغوري.

د ده په خبره چې اسلام معتدل دين دی، د افراط او تفريط لپاره ځای نه لري او ځوانانو ته پکار ده چې په واقعي معنی په اسلام کې داخل شي:

"د اسلام په دين کې نه افراط ځای لري او نه تفريط، د اسلام دين چې ده يو معتدل دين ده، نه داسې شدت شته په دې کې لکه د موسی ع دين، نه داسې دی مصالحې شته پکې لکه د عيسی ﷺ​ په دين کې، د پيغمبر ﷺ​ دين چې ده يو معتدل دين ده افراط او تفريط، چې ده په دې کې ځای نه لري."

نوموړی دا هم وايي، علماء بايد له يو ځایه د افراطيت پر ضد سره يو لاس شي او په شريکه د افغانستان علماء په يوه خوله د افراطيت پر ضد مبارزه پيل کړي.

د پکتيا مدني فعالان هم د علماوو دغه هڅې پرځای ګام ګڼي وايي چې د ځوانانو د ښه راتلونکي او افراطيت بچ کېدو لپاره د علماوو رول په ټولنه کې تر بل هر چا مهم دی، د پکتيا پوهنتون استاد او مدني فعال خالد احمدحبيب وايي:

"علماء چې په ټولنه کې کوم ځای لري دې ته په کتو سره، دغه پرېکړه يې چې کړې ده، دا ډېره ګټوره ده، مدني فعالان، ځوانان او علماء بايد په دې شريکه کار وکړي، دوی بايد د فکر خلک د دې لارې ملګري کړي او لا هم هڅه وکړي چې دې فکر ته دوام ورکړي."

نوموړی وايي، د علماوو دې مبارزې ته بايد مدني فعالان، قومي مخور او ځوانان هم ورشامل شي او د روښانه راتلونکي لپاره چټک ګامونه واخلي او هغه ځوانان چې د افراطيت ښکار دي وژغوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcaeun6u49num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته