دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 100031
د بخښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د پغمان د عاملانو د اعدام سزا لغو کړي
د بخښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنیشنل) د افغانستان له جمهور رییس ښاغلي اشرف غني احمدزي نه غوښتي؛ د پغمان د پیښې عاملانو ته د اعدام سزا چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي له خوا توشیح شوې؛ لغو کړي.
ښاغلي کرزي د جمهوري ریاست په وروستیو ورځو شپو کې د پغمان د پېښې په اړه د شپږو مجرمانو د اعدام حکم لاسلیک کړی و. د دې کسانو پنځه یې پر څلورو ښځو په ډله ییز ډول د جنسي تیري او شپږم کس د وسله والې غلا، اختطاف او قتل په جرم په اعدام محکوم شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6649nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته