دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 100536
ایسا: د صنعت، کرنې او کانونو په برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه مساعد دي
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وایي، په هېواد کې د صنعت، کرنې او کانونو په برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه مساعد دي.
د دې ادارې مشر وفي الله افتخار ازادۍ راډیوته وویل، چې کورني او بهرني پانګوال کولای شي چې په کانونو، صنعت او کرنیزو برخو کې پانګونه وکړي.
د ایسا د ادارې مشر وایې، اوس مهال افغانستان ته پنځه نوې فیصده د خلکو د اړتیا وړ مواد له بهره واردیږي چې په هېواد کې یي د سوداګریزو چارو توازن هم له منځه وړی دی.
ښاغلی افتخاروایي، که چېرې دغه مواد په هېواد کې دننه تولید شي نو افغانستان به له یوه اړخه د اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي او هم به د تولیداتو لپاره له هېواده د میلیاردونو ډالرو د وتلو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د صنعتکارانو سراسرې ټولنې ویلې وه چې؛ که چیرې د دولت له خوا اقتصادي پالیسي اعلان شي نو د صنعت په برخه کې به تریو میلیاردو ډالرو پانګونه وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6i49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته