د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې په پېښور کې د غمجنې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
په دغې ټلیفوني اړيکه کې جمهور رئيس غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب د دغې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې د مراتب د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: په دغه غمجنه پېښه کې د پاکستان د
خلکو په غم کې شریک یو او دغه تروریستي، وحشیانه، غير اسلامي او انساني کړنه په کلکو ټکو غندو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)