دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 98736
صدیقي: د امنیت د لاښه ټینګښت په هدف د پولیسو اوخلکو ترمنځ همږغي یوه مهمه اړتیا ده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د امنیت د لاښه ټینګښت په هدف د پولیسو اوخلکو ترمنځ همږغي یوه مهمه اړتیا ده.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پولیسو بریالتوب د خلکو له همکارۍ سره تړلی دی.
ښاغلي صدیقي له خلکو وغوښتل چې؛ خپلې ورځنۍ ستونزې د پولیسو سره شریکي کړي:
″ستاسو له  همکاري او ملاتړ پرته پولیس نه شي کولای چې لید لورې ولري، پولیس په یوازې توګه نه شي کولای چې بریالي وي تاسو په خپلو استوګن ځایونو او ناحیو کې له زیاتو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ یاست، خو له بده مرغه تاسو دا ستونزې له پولیسو سره نه شریکوي.″
هغه زیاته کړه، خلک باید پوه شي چې سیمه ییز استخبارات په ځانګړي ډول د پاکستان ای اس ای هڅه کوي چې دغه ځواکونه کمزوري وښيي او له دې لاری د خلکو باور پر پولیسو کم کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcai0no.49nae1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته