دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 153169
د کابل په نننۍ چاودنې کې ۱۸ تنه وژل شوي


دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت، د دوه تنو د وژل کېدو او د دوه تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

امنیتي سرچینې وايي چې نن پنجشنبې (د لړم په ۲۵ مه) له غرمې وروسته د کابل د خیرخانې لب جر په سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ ۸ تنه پولیس او ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طلوع نیوز خبریال مسعود انصار د پېښې له سیمې وايي چې د کابل پولیس په دغې پېښه کې د ۱۰ تنو د ټپيانو پخلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت، د دوه تنو د وژل کېدو او د دوه تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه د قصر نوین هوټل ته‎څېرمه شوي ده.

ویل کېږي چې په دغه هوټل کې د جمعیت اسلامي ګوند یو ډېر شمېر پلویان د یوې غونډې په ترڅ کې سره راغونډ شوي وو.

د شاهدانو په وینا، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دغې غونډې ګډونوال له هوټل څخه د بهر کېدو په حال کې وو.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

https://avapress.com/vdcaien6o49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته