دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 143764
ننګرهار ولایت کي ۱۵ تنو وسله والو وژل شوی
د ننګر هار ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې له وروستیو جګړو سره سم دغې ولسوالۍ ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی،‎ د یاد چارواکي زیاتیوی، په دی ولایت کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي دفتر په یوې اعلامیه کې وایی، چې په دې جګړه کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم په دی اړه ویلی، یاد نېښته د شنبه په ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوت سیمه کې رامنځ ټه شوې ده.
https://avapress.com/vdcaien6y49ny01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته