دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۰
د مطلب کود : 156067
غنی مخالفان، متحد کیږی



ظاهر قدیر؛ د ننګرهار نماینده په مجلس کې او د حکومت سرسخته منتقدانو څخه، په راتلونکو کې د یو سیاسی پياوړۍ ائتلاف د حضور څخه خبر ورکړه.
ښاغلی قدیر وویل چی دا لوی سیاسی ائتلاف، د حکومت ښه کارونو څخه به ښه راغلاست وکړی او ملاتړ به یی وکړی؛ خو د حکومت غیری قانونی او تقرقه منځته راوړونکو کارونو په وړاندی په سخته توګه ودریږی.
د ننګرهار نماینده په مجلس کې وویل: سیاسی ائتلاف د ملی شورا غړیو، سیاسی ګوندونو، پوهنتون استادانو، تحلیلوونکی او مدنی فعالیونو څخه به جوړ او ډیر ژیر به د حضور اعلان وکړی.
ښاغلی قدیر ټینګار وکړ چی دا ائتلاف د افغانستان خلګو ترمنځ وحدت لپاره به هڅه وکړی او د هر ډول قومی تعصب په وړاندی به ودریږی.
د هغه په وینا، دا ائتلاف به د هر ډول تصمیم په وړاندی چی د تړلو دروازو ښاته واخیستل شی، مخالف وی.
هغه وویل چی دا ټیم د جنرال رازق؛ د قندهار ولایت پولیسو قومانده څخه د قدرت جزیره په وړاندی په ارګ ماڼۍ کې هم پیاوړۍ ملاتړ به وکړی.
په اخیرو کې د جنرال رازق د برکناره کولو لپاره د اشرف غنی هڅو په اړه ځینی خبرونه خپور سوی دی.
ددی ائتلاف جوړیدو خبر په داسی حال کې خپریږی چی افغانستان، هم د کرزی او اشرف غنی په وخت کې، د لویو سیاسی ائتلافونو رامنځته کیدو او مرګ شاهد وو؛ هغه ائتلافونه چی رامنځته سو او په یو ورځ هم له منځه ولاړ.
شاید همدا ددی سبب سوی وی چی ډیر حتی د ننیو سیاسی ائتلافونو ته د پرون سیاسی ګوندونو په شان، بدبینه او ناهیله وی.
په افغانستان کې سیاسی ائتلافونو ژر رامنځته کیدنه او زوال ډیر سیاسی او ټولنیز او ایدئولوژیک عوامل لری چی ټوله یی په دی مقاله کې نه سی ځای پرځای کیدلاي.
هغه څه چی اوس، د رامنځته کیدو په حال کې دی، د یو پیاوړۍ سیاسی اجماع شکل نیونه د اشرف غنی سیاستونو د مهار لپاره د هغه سیاسی منتقدانو سره مخامخ کیدو لپاره دی.
د کارپوهانو په باور، د جنرال دوستم، احمدضیا مسعود او نورو حکومت غړی، ډیر فعالین، جریانونونو او لوی مشرانو تجربه په افغانستان کې ښودلی دی چی د عطامحمد نور؛ بلخ والی، جنرال عبدالرازق؛ قندهار پولیس قوماندان او... په شان خلګو په وړاندی ددی سیاست ادامه د لویو سیاسی ژورو اختلافونو او قومی او طیفی شخړو رامنځته کیدو سربیره چی د ښاغلی غنی منتقدانو په منځ کې شتون لری، د هغه رقیبانو د ایسته کولو لپاره، مشترک تدابیرو باندی لاس ووهی.
د حکومت پیژندل سوی او سرسخته مخالفانو ناسته چی مخکی حامد کرزی پوری اړلی سیاسی عناصرو له لوری په قندهار کې رامنځته سو او په لړ کې، عطامحمد نور او باتور دوستم؛ افغانستان ژغورلو ائتلاف محوری او برجسته غړیو څخه، قندهار ته په ناسته کې ګډون لپاره ورته د الوتنې اجازه ورنه کړل سو، د تحلیلګرانو په نظر، د مرکزی دولت په وړاندی د شمال-جنوب لوی او پیاوړۍ سیاسی ائتلاف شکل نیونی لمړۍ او کلیدی ګام وو.
د هغه وروسته هم چی د ارګ ماڼۍ فشارونه د عطامحمد نور د مهار لپاره ډیر سو او په نتیجه کې د ښاغلی نور مشروط استعفا پاڼي په امضا کیدو سره د اشرف غنی له لوری او بلخ نوی والی معرفی کیدنه، د جنوبی ولایتونو مهم شوراګانی لکه قندهار، زابل او هلمند، شورا ګانی د هغه مهمو نهادونو څخه وو چی د ښآغلی نور مواضعو څخه د ارګ په وړاندی ملاتړ وکړ.
سربیره پرهغه، جنرال عبدالرازق؛ د قندهار پولیسو قومانده، د هغه نورو کسانو څخه وو چی رسمآ د ښاغلی نور څنګ ته ودرید؛ شاید ددی لپاره چی هغه ښه پوهیده چی د ښاغلی نور وروسته به د هغه نوبت وی.
په دی منځ کې، د ښآغلی غنی نږدی کسان وایی چی هغه په افغانستان کې د قانون حاکمیت لپاره د قدرت جزایرو له منځه وړلو په لټه کې دی؛ خو مخالفین او منتقدین یی، خپله هغه د قدرت جزیره رامنځته کولو باندی په ارګ کې تورنوی او وایی چی ښاغلی غنی، لکه څنګه چی تخصصی شوراګانو په رامنځته کیدو سره، د کابینه وزیرانو او ریاست اجرایی قانونی صلاحیتونه سلب کړی دی، خپل تعهد ته د ملی وحدت حکومت سیاسی توافقنامی په اساس شا کړی دی او خلګو پراخ لاریونونو سربیره، څو محدوده عناصرو ته، په مهم او حساس امنیتی او سیاسی سمتونو کې، د حضور او تصمیم نیونې اجازه ورکړی دی، قصد لری چی همدا سیاست خپل سیاسی منتقدانو یا مخالفانو په وړاندی هم ترسره کړی او په دی ترتیب، هیواد عملآ ځان غوښتنې لوری ته هدایت کړی.

https://avapress.com/vdcaiin6049nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته