دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 119761
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په بروکسل کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې کوي
ناټو غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ د ماموریت لپاره د مالي مرستو په یقیني کولو سربیره دغه راز له دې هېواد سره اوږد مهاله مشارکت هم ډاډمن کړي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړي.

د ناټو یوه چارواکي د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلیدو مخکې تیر ماښام په بروکسل کې ازادي راډیو ته وویل چې وزیران به له افغانستان سره د ناټو د اوږد مهاله شراکت د پیاوړي کولو په تیره بیا د سیاسي ډیالوګ په اړه بحث او خبرې وکړي.

دغه چارواکي وویل چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او همدارنګه د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به چې په افغانستان کی د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې ونډه لري، سبا په بروکسل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره وګوري.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی اسماعیل اراماز او هم د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر امریکایي جنرال جان کېمپبل به هم دغې سرمشریزې ته د افغانستان په روان امنیتي وضعیت رڼا واچوي.

دغه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په پام کې ده جنرال جان کېمپبل د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ناټو د دغه چارواکي په وینا د د غه سازمان د بهرنیو چارو وزیران به په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وڅیړي او په دې اړه چې هغه په څه ډول په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دوام ومومي، له بحث وروسته ځیني پریکړې وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د دې هېواد د امنیتي وضعیت خرابوالی په تیره بیا د کندوز ښار سقوط د افغانستان یو شمېر لویدیځ متحدین اندیښمن کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي حضور په اړه له وروستی اعلان وروسته چې غواړي د مخکینی پلان خلاف یو زیات شمېر سرتیري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم په افغانستان کې وساتي، د ناټو یو شمېر نورو غړېو هم د همدې کال تر پایه خپل پوځي ماموریتونه تمدید کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaion6649n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته