د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري ملي تدارکاتو کمیسیون د سلواغې په ۱۵ د پنجشنبې په ماښام غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ۹ وزارتونو او خپلواکو ادارو د ۴۱ پروژو او تدارکاتي مواردو په هکله بحث وشو، چې په پایله کې د ۱،۶ ملیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه تصویب شول. ۴ نورې پروژې رد او ۹ پروژې د زیاتو څېړنو او تخنیکي ستونزو د حل په موخه اړوندو بنسټونو ته ور واستول شوې.
په شبرغان ښار کې د ۱۵ کیلو متره سرک قيرکول، د هرات او مزارشریف د هوایي ډګرونو د فلایټ چک د خدماتو تدارک، په بلخ، کندهار، هرات، بدخشان، غزني، کابل او کندز ولایتونو کې د صحي وقایوي خدماتو وړاندې کول او په فراه ولایت کې د برېښنا د لېږد د ۱۲۰ کیلو متره لین غځول د منظور شویو پروژو له ډلې څخه دي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې غونډه کې ډېر تدارکاتي موارد د عامې روغتیا او فواید عامې وزارتونو اړوند وو او جمهور رئیس غني د دغو دوو وزارتونو په پروژو د بحث پرمهال د بشري منابعو او د هغوی د کاري میکانیزمونو په هکله د زیاتو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په یاد وزارت کې د تدارکاتو او تدارکاتي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې لازم اصلاحات او اقدامات ترسره کړي. هغه د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د هغه وزارت له تمویلوونکو سره په سلا خپلې برنامې او پروژې په ټولیزه توګه وارزوي او د۱۳۹۵ کال د پروژو د تطبیق او لګښتونو لپاره یوه روښانه برنامه تدوین کړي.
محمد اشرف غني همدارنګه ټینګار وکړ، چې د هغه وزارت د پروژو د تخنیکي طرحې او تطبیق د ښه کیفیت د تامین په خاطر یو پیاوړی څارونکی بنسټ رامنځته یا استخدام کړي.
د هېواد جمهور رئیس د سرک د پروژو د بیو په راټیټولو، د باکیفیته ساختماني موادو په استفادې او واردولو او همدارنګه د بین المللي او داخلي شرکتونو د ظرفیت د سنجولو په میکانیزم ټینګار وکړ.
د ملي تدارکاتو کمیسیون تر اوسه په خپلو ۴۰ پرلپسې غونډو کې د ۹۴،۶ ملیارد افغانیو په ارزښت ۵۷۲ قراردادونه منظور کړي دي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینو او د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش او په افغانستان کې د ائتلاف ځواکونو استازي هم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)